جلال اباد(پژواک،٢وږى٩٢): د ننګرهار اوسېدونکي شکايت کوي،چې دچارواکو له ژمنې سره سره بيا هم د بهسودو پله او د تورخم-جلال اباد سړک د بيارغونې چارې تر اوسه نه دي پيل شوي.
د بهسودو پول په هېواد کې تر ټولو لوى (٣٦٠متره) اوږد پول دى، خو دانجنيرۍ له مخې يې د کارونې موده بشپړه شوې او اوس يې د لوېدو خطر شته.
څو کاله مخکې د دغه پله پر سر پر امريکايي ځواکونو دوه ځلې ځانمرګي بريدونه هم وشول، چې نور يې هم زيانمن کړ.
پر دغه پله د ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو د ٢٧ ولسواليو خلک تګ او راتګ کوي.
دغه راز د تورخم-جلال اباد د دويم سړک چارې، چې پاکستان څو کاله مخکې پيل کړې وې، د ٦٠ سلنې چارو په بشپړېدو سره يې دغه کار په نيمايي کې پرېښود.
د ١٣٩١ لمريز کال په وروستيو مياشتو کې د ننګرهار د فوايد عامې رياست ويلي و ، چې د ١٣٩٢ کال په وري مياشتې کې به يې چارې پيل شي، خو دا دى له وري څلور مياشتې نورې هم تېرې شوې.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړى جاويد زمان وايي، چې له څه مودې راهيسې د ننګرهار ولايتي چارواکي يواځې د دروغو ژمنې کوي، د ولس په غم کې نه دي.
نوموړي زياته کړه: (( دلته چور چپاول روان دى، هېڅ ډول عدالت نشته او نه هم د ولس لپاره څوک کار کوي.))
دده په خبره، چې يادې پروژې د فساد لپاره ځنډول شوي،که په دې نږدې وخت کې د دغه پله د رغونې چارې پيل نه شي ، نو دوى به ستونزې په کابل کې له چارواکو سره شريکې کړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا يو بل غړي ذبيح الله زمري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بهسودو پول او د تورخم –جلال اباد سړک چارې هماغسې په ټپه ولاړې دي.
نوموړى پر ولايتي ادارې نيوکه کوي، چې په فساد کې ښکيله ده او د دې لپاره، چې په يادو پروژو کې ډېرې درغلۍ وکړي، چارې يې په يوې او بلې بهانې ځنډوي.
د زمري په خبره، چې اړونده چارواکي د خلکو ستونزو او اړتياوو ته پاملرنه نه کوي.
هغه زياتوي: (( ټول نظام په فساد کې ښکيل دى، غوره بيلګه يې همدا د بهسودو د پله مسله ده،ولې شپږ اوه مياشتې وځنډول شو، حال دا چې پېسې او هر څه يې منظور شوي دي.))
دى وايي، چې د حصارک له لارې کابل ته سړک هم د چارواکو د بې غورۍ او فساد له امله ځنډول شوى دى.
د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکى محفوظ الحق وايي، چې هره ورځ ښار ته د تګ پر مهال د بهسودو پر پله د ګڼې ګوڼې له امله په ځنډ سره رسېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې شپږ مياشتې مخکې د ننګرهار والي او نورو چارواکو د دغه پله د جوړولو ژمنه کړې وه، خو اوس يې هېڅ څرک ونه لګېد.
د کامې ولسوالۍ يوکروندګر سيداجان هم د بهسودو پر پله له ګڼې ګوڼې شکايت کوي او زياتوي، چې دى خپل حاصلات پر وخت جلال اباد ښار ته نه شي رسولى.
د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهر قدير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بهسودو د پله او د تورخم- جلال اباد سړک چارې ځنډېدلي او يو شمېر کړۍ چې غواړي قراردادونه ترلاسه کړي، دغه پروژې يې له خنډ سره مخ کړې دي.
حاجي ظاهر دکومې کړۍ نوم وانخيست خو ويې ويل :((کومې پروژې چې دغه شان ځنډنۍ شي ځانګړې شوې بوديجه يې وزارت اخلي او په بل ځاى کې يې مصرفوي.))
د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير رسول ګل شاوخوا شپږ مياشتې مخکې له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې ويلي و ، چې د ١٣٩٢ لمريز کال د وري په مياشت کې د بهسودو پر پله او تورخم سړک کار پيليږي.
نوموړي نن د وږي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تورخم- جلال اباد د سړک او همداراز د بهسودو د پله جيولوژيکي سروې پاى ته رسيدلې او ټول معلومات يې وزارت ته ورکړي دي.
ده زياته کړه: (( وزارت اوس ARBS ادارې ته معلومات ورکړي ، خو يوه مياشت کيږي چې تر اوسه يې يادې پروژې د اعلان لپاره نه دي ورکړي.))
انجنير رسول ګل فقير د فساد خبره په کلکه ردوي او وايي، يادې پروژې بنسټيزې او سترې پروژې دي او کارونه يې وخت ته اړتيا لري.
څو مياشتې وړاندې د فوايد عامې وزارت مرستيال ډاکټر احمدشاه وحيد هم پژواک ته ويلي وو، چې د بهسودو پله او تورخم سړک د سروې کارونه جريان لري او ډېر ژر به بشپړ شي.
وحيد ويلي و، چې د بهسودو د پله د جيولوجيکي سروې پروسه بشپړه شوې او ډېر ژر به يې ډيزان هم بشپړ او بيا به داوطلبۍ ته وړاندې شي.
هغه د تورخم د لارې په اړه ويلي و، چې د سړک تخنيکي نقشې له پاکستان سره وې او تر څو چې له هغوى ترلاسه کېدې، وخت پرې ولګېده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP