هرات ( پژواک، ٢ وږى ٩٢) : د هرات امنيتي چارواکي وايي، چې ايران ته قاچاق کېدونکي ٣٣٠ کيلوګرمه نشه يي توکي يې نيولي دي.
د هرات دامنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د وږي په ٢مه پژواک ته وويل،چې دغه نشه يي توکي يې د غوريان په ولسوالۍ کې نيولي دي.
هغه زياتوي،چې دغه نشه يي توکي ايران ته د قاچاق په نيت د غوريان ولسوالۍ په يوه لرې سيمه کې پرون ماښام د عملياتو پر مهال ترلاسه شول.
د غوريان امنيه قوماندان سمونوال غلام سخي حسيني وايي،چې ترياک په غوريان ولسوالۍ کې د ايران سرحد ته نږدې يوه کلي کې د قاچاق په نيت پټ کړای شوی وو.
نوموړي زياته کړه، له نيول شويو نشه يي توکو سره په تړاو يې څوک نه دي نيولي، خو پلټنې دوام لري.
غوريان ولسوالي د هرات ښار لوېديځ ته په ۱۲۰ کيلومترۍ کې له ايران سره پر پوله پرته ده.
د هرات پوليسو تېره مياشت هم شينډند ولسوالۍ کې په يوه مازدا موټر کې ۳۹۰ کيلو ګرامه ترياک له دوو قاچاق وړونکو سره نيولي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP