جلال اباد-اسعداباد (پژواک ٣ وږى ٩٢): د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د کرنې مسلکي ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه او په کونړ کې يو پارک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دغه ښوونځي د بنسټ ډبرې د اېښودو پر مهال د مشرانو جرګې غړي لطف الله بابا وويل، چې دغه ښوونځى د پوهنې وزارت د پراختيايي بودیجې په ۲۵ میلیونه افغانیو لګښت د ۱۴ میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول په دریو پوړونو کې جوړیږي.
ده زياته کړه، د ښوونځي تر جوړېدو وروسته به په یاده سیمه کې د کرنې انسټیټيوټ لپاره هم ودانۍ جوړه شي، چې دغه ښوونځی به پر مسلکي انسټیټيوټ بدل شي.
د روداتو ولسوالۍ د پوهنې مدیریت يوه کار کوونکي فضل الله پژواک خبري اژانس ته وویل، چې په روداتو ولسوالۍ کې ۵۸ ښوونځي شتون لري، چې د ګوتو په شمېر یې د ودانيو لرونکي دي.
نوموړي له اړوندو ادارو غوښتنه وکړه، چې یادې ولسوالۍ ته پاملرنه وکړي او د معارف شته ستونزې هوارې کړي.
له بلې خوا د کونړ په مرکز اسعداباد کې يو پارک جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پارک په اسعداباد کې د پېچ درې سيند په يوه ټاپو کې پر څلور جريبه ځمکه د کونړ ښاروالۍ د رياست په اته ميليونه او اته سوه زره افغانيو لګښت د يوه کال په موده کې جوړ شوى دى.
د ده په وينا، له دغه پارک نه د ٧٧٤ مترو په اندازه استتنادي دېوال چاپېر شوی او همدارنګه د کرهالې سیمې ته د اتیا مترو په اندازه کېبلي پول هم جوړ شوى، چې د دې سیمې خلک په اسانۍ سره پارک ته تګ راتګ وکړي.
د کونړ ښاروال انجنير عبدالغني عباسي بیا له خلکو او په ځانګړې توګه له ځوانانو وغوښتل، چې د پارک په پاک ساتنه کې له دوى سره همکاري وکړي.