ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات يو شمېر اوسېدونکو د حکيم شجاعي د نيول کېدو غوښتنه وکړه

د هرات يو شمېر اوسېدونکو د حکيم شجاعي د نيول کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
25 Aug 2013 - 17:47
د هرات يو شمېر اوسېدونکو د حکيم شجاعي د نيول کېدو غوښتنه وکړه
author avatar
25 Aug 2013 - 17:47

هرات ( پژواک ٣ وږى ٩٢) : د هرات لسګونه خلکو او قومي مشرانو په يوه اعتراضيه غونډه کې په اروزګان  ولايت  کې د يوه ناقانونه زورواکي حکيم شجاعي د نيول کېدو غوښتنه وکړه.

غونډه د هرات په ښار کې د لوی کندهار د ملي جرګې په نوم مدني بنسټ په نوښت رابلل شوې وه  ،چې ګډونوالو يې له حکومت څخه په اروزګان کې يوه غير مسوول وسله وال حکيم شجاعي ته د سزا د ورکړې غوښتنه کوله.

دغه کسان،چې ډيری يې د کندهار او اروزګان اوسېدونکي وو قوماندان شجاعي يې  د ۱۲۱ تنه ملکي وګړو په وژنه او سلګونه کورونو په ورانۍ تورن کړ.

په هرات کې د کندهار د ملي جرګې ټولنې مشر محمد داوود داوري پژواک ته وويل،چې له شجاعي سره دې  قانوني چلند وشي او محکمې ته دې کش کړاى شي.

متقاعدڅارنوال عبدالباقي خيري د اروزګان د خلکو په استازيتوب وويل،چې شجاعي له ١٣٨٨ کال راهيسې په زابل، غزني او اروزګان کې ۱۲۱ تنه وژلي ، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو.

خيري وايي، دوى د هغو کسانو عسکونه ولسمشر ته هم وروړل، چې شجاعي وژلي او بدنونه يې هم ورته سوځول شوي ،خو تر اوسه په دې اړه ګام نه دى اخيستل شوى.

دوى حکومت ته لس ورځې وخت ورکړ،که په دې موده کې شجاعي ونه نيسي، نو دوى به په ټول هيواد کې سراسري لاريونونه پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده،چې تېره ورځ د کورنيو چارو وزرات وياند صديق صديقي ويلي و،چې امنيتي ځواکونو ته يې د شجاعي د نيولو امر ورکړى دى.

د غونډې ګډونوالو دا تور  هم پورې کړ ، چې شجاعي تېرکال ونيول شو، خو د ولسمشر کرزي د يوه مرستيال په  ملاتړ بېرته له بنده ازاد شو.

يادو کسانو د غونډې په پاى کې يو پنځه ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر کړ،چې له افغان دولت،ملګروملتونو او د بشري حقونو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه شوې وه،چې شجاعي جنګي مجرم دى او بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په پرېکړه ليک کې راغلي ،چې شجاعي يو مجرم دى، خو اوس هم د حکومت ترنفوذ لاندې سيمو کې ژوند کوي ، د ۳٠٠ تنو نامسووله وسله وال مشري ور په غاړه ده او  حکومتي ملاتړ هم له ځانه سره لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.