جلال اباد (پژواک ٣ وږى ٩٢): د ننګرها د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې د واکسين د کمپاين په دې دوره کې به، د نورو تر څنګ په نورستان کې د ګوزڼ له واکسين څخه بې برخي شوو شاوخوا ١٢زره ماشومانو ته هم دغه واکسين تطبيق شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ختيځو ولايتونو کې مېشتو کوچيانو له دې امله شکايت کړى و، چې زرګونه ماشومان يې له واکسينه پاتې دي.
نن (د وږي ٣مه) د ګوزڼ ضد واکسين د کمپاين د پيل پر مهال د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې په ختيځ کې د پوليو ضد واکسين درې ورځنى کمپاين پيل کړى دى.
نوموړى زياتوي، په دغه کمپاين کې به ٨٦٠ زره هغو ماشومانو ته، چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي، د ګوزڼ ضد واکسين تطبيق شي.
ډاکټر بازمحمد زياتوي: ((٥١٢ زره هغو ماشومانو ته، چې عمرونه يې له دوو کلونو پورته وي، د چينجي ضد کپسول هم ورکړل شي.))
د ده په خبره، ياد کمپاين د ٥٧٠٠ رضا کارانو له خوا پر مخ وړل کېږي.
دى پر ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې خپل ماشومان واکسين کړي، تر څو يې راتلونکى له خطره خوندي وي.
ډاکټر شېرزاد وايي: ((سږ کال څلور مثبتې پېښې، چې دوه يې د ننګرهار په سرحدي ولسواليو او دوه نورې يې د کونړ په ولايت کې دي، ثبت کړې دي.))
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال هم وايي، چې د پوليو واکسين لپاره بايد ټول هېوادوال کمپاين وکړي او ټول ماشومان واکسين کړي.
هغه زياته کړه: ((په هر سيمه کې بايد د پوليو واکسين وشي، هغه که امنه وي او که نا امنه؛ ځکه پوليو واکسين ډېر اړين دى.))
دا په داسې حال کې ده، چې په کونړ او ننګرهار ولايتونو کې مېشتو کوچيانو څه موده مخکې شکايت کړى و، چې زرګونه ماشومان په نا امنو سيمو کې له دغه کمپاين څخه بې برخې پاتې کېږي.
ياده دې وي، چې تېر کال په ختيځه حوزه کې د پوليو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې، چې د عامې روغتيا د چارواکو په وينا، له ګاونډي پاکستانه دا ناروغي رالېږدول شوې وه.
د ګوزڼ واکسين هر کال درې دورې لري، چې هرې دوه مياشتې وروسته يې يوه دوره پلې کېږې.