لښكرګا (پژواك ۴ وږى ۹۲): په لښكرګاه د ښـاروالۍ له خوا يوه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او د دوو نورو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د لښكرګاه ښاروال محمد فاضل ساپي د وږي په ۴ مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د ښار په منځ کې د موټرو يو پارکينګ جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
هغه زياته کړه، پر دغه تم ځاى (پارکينګ) درې ميليونه افغانۍ، چې د امريکا د متحدو ايالتونو او يوه خصوصي شرکت له خوا ورکړل شوې دي، لګښت راغلى دى.
دى وايي، چې د دغه تمځاى کرايه به تر پنځو کلونو پورې ياد خصوصي شرکت اخلي او تر هغه وروسته به يې عايد ښاروالي ترلاسه کوي.
د ښاروال په وينا، چې ياد پارکينګ د سل موټرو ځايولو وړتيا لري.
نوموړي دغه راز وويل، چې د لښکرګاه د اهلو هنودو په سيمه كې څلور کيلومتره ويالې، چې نن يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، د ښاروالۍ له بوديجې د لس ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.
د هغه په وينا، د دې پروژې چارې به په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.
ښاروال دغه راز وويل، چې د لښكركاه ښار د سولې څلورلارې په سيمه کې يو كيلومتر ګلدان هم جوړيږي ، چې د ښار ښكلا به ورسره ډېره، ونې او ګلان به هم په کې کېښودل شي.
نوموړي زياته كړه، د سړک د منځ د ګلدان پر پروژه پنځه ميليونه افغانۍ لګښت راځي او دغه پيسې هم د ښاروالۍ له بوديجې وركول كېږي.
د اهل هنودو يوه استازي ويساينګ په خپله سيمه کې د ويالو په پخولو خوښي څرګنده او زياته يې کړه، چې پخوا د بارانونو پر مهال له سختو ستونزو سره مخ کېدل.