اسلام اباد (پژواک ٤ وږى ٩٢): په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د نوې ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
ټاکل شوې وه، چې د سفارت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره د ولسمشر حامد کرزي له خوا کېښودل شي، خو هغه په دې مراسمو کې برخه نه درلوده او پرځاى يې د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول د يادې ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وياند زردشت شمس، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ به د درېيو کلونو په موده کې جوړه شي.
ده زياته کړه، د سفارت د نوې ودانۍ لپاره ١٣ اعشاريه ٨ ميليونه ډالر ځانګړي شوي او د يوه افغان او پاکستاني ساختماني شرکت له خوا به يې چارې پر مخ وړل کېږي.
د هغه په وينا، په نوې ودانۍ کې، چې ١٤ جريبه ځمکه ورته ځانګړې شوې، د سفير د اوسېدو ځاى او د نورو ډيپلوماتو لپاره د استوګنې بلاکونه شامل دي.
د شمس د معلوماتو له مخې، دا ځمکه د پخواني ولسمشر محمد داوود خان د واکمنۍ پرمهال د افغانستان سفارت لپاره بېله شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP