Language

چپې درې ته له څو مياشتو وروسته تازه دمي ځواکونه ورسېدل

اسعداباد(پژواک،۴وږی ٩٢):شپږمیاشتې وروسته دکونړولايت د چپې درې ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه او لوجستيکي اکمالات ورسول شول.

دکونړ والي شجاع الملک جلاله وايی، دغه ولسوالۍ چې د دولت د وسله والومخالفينوتر جدي ګواښ لاندې ده، تېره شپه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د هوا له لارې تازه دمي پولیس او نورپوځي اکمالات رسول شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددغو پولیسو له رسېدو سره سم هغه امنیتي پوستې، چې د پولیسو له لاسه وتلې وې بیرته نيول شوې دي.

دکونړ والي زياته کړه، چې له ماڼوګي ولسوالۍ څخه تر چپې درې ولسوالۍ پورې په لاره کې د دولتي مامورینو تګ راتګ ډېر ستونزمن شوی.

خودده په خبره،  دیادې لارې او د چپې درې ولسوالۍ د بشپړ امنیت لپاره به ډیر ژر چاڼیز عملیات په لار واچول شي، ترڅو دا سیمې د دولت له وسله والو مخالفینو څخه د تل لپاره پاکې شي.

نوموړي وويل، چې دنورستان مرکز پارون ته لار به هم ،چې له چپې درې ولسوالۍ څخه تیریږي، په امنیت کې شي.

چپه دره ولسوالي د اسعداباد شمال لوېديځ  لور ته په ٤٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري او دنورستان ولايت له مرکز سره ګډه پوله لري.

دا په داسې حال کې ده، چې څلور مياشتې وړاندې د کونړ پخواني والي سيد فضل الله وحيدي ويلي و، چې چپه دره ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو تر فشار لاندې ده او که ملي ځواکونه په دې سيمه کې عمليات ونه کړي، نو مخالفين به ستونزې رامنځته کړي.

Related Topics