Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغيس کې لس وسله وال او درې پوليس وژل شوي

هرات (پژواک ٥ پژواک ٩٢): چارواکي وايي، چې د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې له سيمه ييزو پوليسو سره په جګړه کې د درېيو پوليسو په ګډون ١٣ وسله وال وژل شوي دي.

د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال د وږي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جګړه نن سهار د وسله والو له لوري په بالامرغاب کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو له بريد سره پيل شوه.

هغه زياته کړه، چې د دې جګړې په پايله کې لس وسله وال او درې پوليس وژل شوي دي.

نوموړي وويل، چې لس وسله وال او درې نور پوليس ټپيان شوي او پوليسو په سيمه کې خپلې پوستې هم پرېيښې دي.

د ميرزکوال په خبره، دغه پوستې له ولسوالۍ ١٥ کيلومتره لرې شمال لور ته د جوى ګنج په سيمه کې دي.

په لوېديځ کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو وياند نجيب الله نجيبي پژواک ته وويل، چې سيمې ته يې د مرستې لپاره د ځمکې او هوا له لارې ځواکونه لېږلي دي.

هغه زياتوي، چې لا هم په سيمه کې عمليات روان دي او پر مهال يې لس وسله وال وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د نجيبي په خبره، چې په وژل شوو او ټپيانو کې د وسله والو قوماندانان هم شامل دي.

بالامرغاب د بادغيس تر ټولو نا امنه سيمه ده، چې له مرکزه ١٠٠ کيلومتره لرې له ترکمنستان سره پر پوله پرته ده.

وسله والو طالبانو د دې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.