لښكرګاه (پژواك ۵ وږى ۹۲): د هلمند دولتي مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې د نا امنيو او نورو ستونزو له امله شاوخوا سل زره نجونې او هلکان له زده كړو بې برخې دي.
د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختور د يوې غونډې په ترڅ كې، چې سلګونه قومي مشرانو او د پوهنې رياست مسوولينو په کې برخه اخيستې وه وويل، د ولايت اداره هڅه كوي، چې د ښوونځيو پر وړاندې پرتو ستونزو ته د حل لاره پيدا كړي.
نوموړي زياته كړه، هلمند د هېواد لوى او ډېر نفوسه ولايت دى، خو د پوهنې په برخه كې تر ټولو ولايتونو شا ته پاتې دى.
بختور وويل، له دې غونډې يې موخه دا ده، چې د ټولو ولسواليو او هغو سيمو له قومي مشرانو د پوهنې پر وړاندې د ستونزو د حل لارې چارې واوري او له هغوى د مرستې غوښتنه وكړي.
مرستيال والي زياته كړه، چې معارف كومه سياسي اداره نه ده ، نو له دې امله وسله والو طالبانو ته بايد قناعت وركړ ل شي، څو زده كوونكو، ښوونكو او د زده كړو بهير ته زيان ونه رسوي او په دې برخه کې مرسته وکړي.
په همدې غونډه كې د هلمند د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر په خپلو خبرو كې وويل، دغه ولايت ټول ۳۶۰ ښوونځي لري، چې له دې ډلې ۱۵۳ يې تړلي دي.
جعفر زياته كړه، چې د دغه ولايت په شمالي برخو کې د پوهنې په برخه ستونزې ډېرې دي، مشران او مامورين يې د حل غوښتنه کوي.
نوموړي وويل، په ولسواليو كې يې د پوهنې مديرانو ته ګواښ كړى، كه بند ښوونځي خلاص نه كړي له دندې به يې ګوښه كړي.
نوموړي وويل، د پوهنې رياست له خوا هڅې روانې دي، چې د قومي او ټولنيزو شوراګانو په مټ به يو څه پرمختګ وکړي.
د هغه په وينا، اوس له ټولو ښوونځيو ۱۳۰ يې ودانۍ لري او ۳۰ نورو ښوونځيو ته به سږ کال ودانۍ جوړې کړي.
خو قومي مشرانو بيا دولتي مسوولين د كار خنډ وبلل، چې يواځې د رسنيو له لارې ژمنې كوي، خو په عمل كې يې كار نشته.
د خانشين ولسوالۍ يوه قومي مشر شين ګل خان اكا وويل، د دوى په ولسوالۍ كې يو ښوونځى دى، چې ۳۶۰ نجونې او هلكان په كې تر شنه اسمان لاندې لمر ته زده کړې كوي.
نوموړي وويل: ((دولتي مسوولين دې امنيت وساتي، ښوونځيو ته دې ودانۍ جوړې كړي، ښوونكي دې ور ولېږي، نا اهله او په فساد كې ښكېل مامورين او مديران دې لرې كړي، دوى چمتو دي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي.))
د ده په خبره، خلك له جګړې ستړي او د ژوند له هر ډول اسانتياوو بې برخې دي.
هغوى د دولت مرستې ته په تمه، ښوونځي او امنيت غواړي، خو نه پوهېږي چې ولې په دې برخو کې کار نه کېږي.