هرات (پژواک ٥ وږى ٩٢): چارواکي وايي، وسله والو د ملي پيوستون هغه شپږ کارکوونکي وژلي، چې وړمه ورځ يې د هرات په ګلران ولسوالۍ کې تښتولي وو.
دغه کسان تېره يکشنبې په ګلران ولسوالۍ کې هرات ښار ته د راستنېدو پر مهال د وسله والو له خوا تښتول شوي وو.
د هرات والي سيد فضل الله وحيدي د وږي په ٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کسان تېره شپه وژل شوي دي.
په هرات کې د ولايتي شورا رييس سيد وحيد قتالي وايي، چې دغه کسان د ملا عبدالعزيز په نوم يوه مشهور طالب قوماندان تښتولي وو، خو تېره شپه لس بجې يې د ګلران ولسوالۍ اړوند د نعمت کلي ته نږدې وژلي دي.
د ولايتي شورا رييس دغه کار وحشيانه او ظالمانه وباله او زياته يې کړه، چې دا پېښه به په سيمه کې د بيارغونې چارې اغېزمنې کړي.
قتالي وايي، تېره ورځ يې د قومي مشرانو په منځګړيتوب له تښتونکو سره اړيکې ونيولې، خبرې اغېزمنې وې، خو تښتوونکو بې دليله دغه کسان ووژل.
د هرات د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست مرستيال انجنير محمدقاسم ايوبي وايي، چې د ملي پيوستون د وژل شوو کسانو مړي يې د قومي مشرانو په مرسته له ګلرانه هرات ښار ته راوړي دي.
هغه زياته کړه، چې وژل شوي دوه د هرات او څلور نور د لوګر او ميدان وردګو ولايتونو اوسېدونکي دي.
دغه لومړى ځل دى، چې په دغه ولايت کې د ملي پيوستون د پروګرام کارکوونکي وژل کېږي.
وسله والو طالبانو د دغو کسانو د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.
د ولسمشرۍ له ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې،په هرات کې د وژل شويو څلورو انجنيرانو او د ملي پيوستون د دوو کارکوونکو وژنه په کلکه غندل شوې، په خبر پاڼه کې راغلي،چې ولسمشر کرزي په پاکستان کې د خپل سفر پر مهال د وژل شويو کورنيو ته تسليت ويلي او د دوى وژنه يې د افغانستان د پرمختګ د غليمانو کار بللى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP