Language

مهترلام (پژواک ٥ وږى ٩٢):  د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه ډيپلوماته وايي، چې هېواد يې د لغمان په بيارغونه کې ٦٠ ميليونه ډالر لګولي دي.

د کرن ډيکر (karn Decar) په نوم دې ډيپلوماتې چې د ايساف په ختيځې قوماندانۍ کې د بهرنيو چارو وزارت ملکي استازې ده، د وږي په ٥مه په مهترلام کې د لغمان له والي فضل الله مجددي سره په يوې غونډه کې ګډون وکړ.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې غونډه کې د والي او کرن ډکر ترڅنګ د مرکز په ګډون د پنځه ګونو ولسواليو د قومي او انکشافي شوراګانو رييسانو او غړو، د مدني او ځوانانو د ټولنو استازو، د ولايتي او سولې شورا غړو، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون استازو، د ښځو د ټولنو استازو او يو شمېر مخورو ګډون درلود.

هغه زياته کړه، چې د لغمان والي د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ په امنيتي، اقتصادي او پراختيايي برخو کې په مرستو او اړيکو د هر اړخيزې وينا تر څنګ په يادو درېيو برخو کې په لغمان ولايت کې په لاسته راوړنو او دافغان امنيتي او نړيوالو ځواکونو پر ښې همغږۍ هم بشپړې خبرې وکړې.

د لغمان والي ويلي، چې د يادو ځواکونو او ولسونو په پراخې همکارۍ اوسمهال په لغمان کې نږدې ۸۵ سلنه امنيت رامنځته شوی او د پاتې برخې لپاره د دغه ولايت د امنيتي ارګانونو له لوري درې مياشتنی پلان ترتيب شوی دى.

د ايساف په ختيځې قوماندانۍ کې دبهرنيو چارو وزارت ملکي استازې کرن ډېکر د افغانستان او امريکا تر منځ د اوږودمهاله همکاريو په اړه يو ځلې بيا خپلې ژمنې نوې کړې او د هغو پروژو يادونه يې وکړه، کومې چې د امريکا د متحده ايالتونو په مالي مرسته په لغمان ولايت کې پلې شوې وې.

کرن ډېکر زياته کړه چې د ۲۰۰۲ زيږديز کال نه را هيسې تر ۲۰۱۲ زيږديز کال پورې امريکا متحده ايالاتو په لغمان ولايت کې د کرنې، اوبو لګولو او نورو رغنيزو پروژو په برخه کې څه د پاسه ۶۰ ميليونه ډالر لګولى دى.

هغې وويل، اوس افغانستان په يوه ډېر مهم پړاو کې قرار لري، امنيتي پړاو ترسره شوى او ډېر ژر به يې سياسي لېږد هم ترسره شي.

ډيکر زياتوي، چې امنيتي پړاو په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارل شوی او د ملي اردو ځواکونو مېړانه يې هم وستايله.

هغې د افغانستان پر پخواني  حالت هم رڼا واچوله او زياته يې کړه، چې پخوا به په افغانستان کې يو ميليون ماشومان ښوونځيو ته تلل، خو اوس دغه شمېره ۹ ميليونو ته رسېدلې ده.

يادې ډيپلوماتې وويل، چې امريکا له افغانستان سره اوږودمهال ملګرتيا لري او ځواکونه يې د دغه هېواد د اشغال په موخه نه دي راغلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.