Language

جلال اباد (پژواک 6 وږى ٩٢): د ختيځو ولايتونو زرګونه اوسېدونکو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د امنيت غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې په کې د ننګرهار، لغمان، نورستان او کونړ زرګونو اوسېدونکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي حاجي حضرت علي په مشرۍ جوړه شوې وه.

 حاجي حضرت علي غونډې ته په خپله وينا کې د ختيځو ولايتونو پر ولسونو د يووالي غږ وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې له حکومت سره په ګډه د سيمې د امنيت په خونديتوب، د سالمې ادارې په رامنځته کېدو او د راتلونکو ټاکنو له لارې د وړ شخص د انتخابېدو لپاره په ګډه کار وکړي.

هغه زياته کړه، چې د ختيځو ولايتونو او په ځانګړې توګه د ننګرهار امنيت ډېر خراب شوى او نا امنۍ له ولسواليو اوس د جلال اباد مرکز ته را رسېدلې دي.

د نوموړي په وينا، دا غونډه په دې موخه جوړه کړې، څو له خلکو سره د نا امنۍ د ستونزې د هوارۍ، د راتلونکو ټاکنو او ځينو نورو موضوعاتو په اړه خبرې او مشورې وکړي.

حاجي حضرت علي له خلکو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې دې پراخه برخه واخلي او د خپل هېواد د ښې راتلونکې لپاره وړ کانديد ته رايه ورکړي.

ده زياته کړه:  ((په ولسواليو او ښار کې نا امني ده، خلک وژل کېږي، تښتول کېږي او د نورو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دى، موږ غواړو چې له دې غوڼدې وروسته دا موضوع له دولت سره په لوړه کچه شريکه کړو.))

د ختيځو ولايتونو کې قومي مشرانو او ديني علماو له اوسني حکومت څخه ګيله وکړه، چې په تېرو لسو کلونو کې يې له لوی ننګرهار سره د بيارغونې په برخه کې ډېره همکاري نه ده کړې او د مرکزي حکومت د نه پاملرنې له امله دا سيمه نا امنه شوې ده.

د شينوارو قومي مشر ملک نياز پر چارواکو غږ وکړ، چې يواځې په مرکز کې تر خېمو لاندې دې ټاکنې نه ترسره کوي.

هغه زياته کړه، چې په لرو پرتو سيمو کې خلک د امنيتي وېرې له امله د ټاکنو لپاره کارتونه نه شي اخيستلای، نو رايه اچونه خو لرې خبره ده.

دی وايي، چارواکي دې په تشه خوله ورته د سولې او امنيت شعارونه نه ورکوي، په عملي بڼه دې له ولسونو سره يوځای د ناامنۍ په لرې کېدو کې برخه واخلي.

په دې غونډه کې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو قومي مشرانو، د ولايتي شورا او ملي شورا غړو برخه اخيستې وه.

دوی په وروستۍ برخه کې پرېکړه ليک صادر کړ، چې په کې په خپله د وروستيو نا خوالو او نا امنيو د له منځه وړو هوډ څرګند شوى دى. 

Related Topics