جلال اباد (پژواک،٦وږى٩٢): د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده او يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند د وږي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له پرون راهيسې د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې پر يو شمېر پوستو د وسله والو له لوري بريدونه پيل شوي دي.
ده زياته کړه، په دغه نښته کې شاوخوا ١٥ وسله وال وژل شوي، چې د يو شمېر طالبانو جسدونه هم په سيمه کې پاتې دي. دغه راز يو پوليس هم وژل شوى دى.
د هغه په وينا، اوسمهال هم نښته روانه ده او سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده ده.
بل خوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې لا هم په برګمټال کې جګړه روانه ده او تر دا مهاله ٢٥ پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د والي وياند وايي، درې تنه نور پوليس چې غوښتل يې يادې ولسوالۍ ته ولاړ شي، پرون په لاره کې د وسله والو له خوا وژل شوي دي.