مزارشريف (پژواک ٦ وږى ٩٢): د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي وايي، چې په هېواد کې د بهرنيانو د پاتې کېدو پر ځاى دې ملي ځواکونه پياوړي شي.
نوموړي دغه څرګندونې د وږي په ۶مه په مزارشريف کې د شمال او شمال ختيځ زون د نوبتي امنيتي غونډې په ترڅ کې خبريالانو ته وکړې.
په دغه غونډه کې د ملي دفاع د وزير جنرال بسم الله محمدي او د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو د قوماندان سربېره د شمال د نهو ولايتونو واليانو او امنيه قوماندانانو هم برخه اخيستې وه.
د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله خان محمدي د يادې غونډې په ترڅ کې خبريالانو ته وويل، چې د يادو غونډو له لارې د سيمې امنيتي پرمختګونه، شته ستونزې، د حل لارې او د کاري لومړيتوبونه په ګوته کوي.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو پنځو مياشتو کې د دولت مخالفو وسله والو خپل عمليات زيات کړي او ګړندي کړي دي.
د هغه په وينا، له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي او هڅه کوي، چې په دې خبرو کې برلاسي وي.
جنرال محمدي وويل، چې له همدې امله د دولت مخالفو وسله والو يواځې په شمال کې نه، بلکې په ټول هېواد کې يې خپلو عملياتو ته زور ورکړی دی.
خو نوموړي زياته کړه، چې د دولت مخالف وسله وال د پرديو استخباراتو پر مټ د خپلو سختو کړنو سربېره هم په خپل پلان کې پاتې راغلي دي.
د هغه په وينا، افغان ځواکونو ورته خپله مېړانه ښودلې او تر دې دمه يې د وطن د هرې سيمې ساتنه کړې ده.
د ملي دفاع وزير وويل، چې په شمال کې د بدخشان په وردوج او د فارياب په قيصار او المار ولسواليو کې د دولت مخالفو وسله والو سخت عمليات وکړل؛ خو افغان ځواکونه پرې لاس بري شول.
نوموړي زياته کړه، چې د دولت مخالفو وسله والو په ځينو سيمو کې پرته له دې چې عامو خلکو ته يو څه مرګ ژوبله واړوي؛ افغان ځواکونو ته يې هېڅ ډول زيان نه دی اړولی.
د هغه په وينا، په نننۍ غونډه کې به د شمال زون د حالاتو په اړه د دريو مياشتو لپاره خپل کاري لومړيتوبونه په ګوته کوي.
د دفاع وزير وويل، چې تر دې دمه د ټاکنو په روانه پروسه کې د امنيت د ټينګښت په چاره کې له کومې ستونزې سره مخ شوي نه دي او هڅه کوي، چې د ټاکنو تر پايلو پورې به حالات خوندي ساتي.
نوموړي زياته کړه، چې په ځينو ولسواليو کې د لوړې کچې ګواښونه شتون لري؛ خو ټاکنو ته د پاتې مودې په نظر کې نيولو سره دوی ډاډه دي، چې ټول ګواښونه به له منځه وړي.
د کورنيو چارو وزير وايي: ((د حل لاره دا نه ده، چې په هېواد کې بهرنيان پاتې شي.))
نوموړي زياته کړه، په کار ده چې نور په خپلو پښو ودرېږو او له خپل هېواد څخه مستقلانه دفاع وکړو.
د هغه په وينا، اوس له افغان ځواکونو سره د عامو خلکو ملاتړ دي او د همدې ملاتړ په مرسته به په اسانه له خپلو سيمو دفاع کوي.