پنځم تعقيب – غزني (پژواک ٦ وږى ٩٢): د غزني د ولايتي بيارغونې پر مرکز (پی ار ټی) په ډله ييز ځانمرګي بريد د اوو برید کونکو په ګډون ۷۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده ، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه بريد چې نن له غرمې وروسته په څه کم څلورو بجو، د ولايتي بيارغونې پر مرکز پیل شوی و، تر دریو ساعتونو جګړې وروسته پای ته رسیدلی دی.
ده زياته کړه، لومړى د “پي ار ټي” دروازې سره د يوې لارۍ په واسطه چاودنه شوې او بيا لس وسله وال “پي ار ټي” ته ننوتي دي.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د درېيو پوليس او څلور ملکي کسان په ګډون ٧ تنه وژل شوي او ٥٨ تنه نور تپيان دي.
دی وایی چې په ټپیانو کې ٧ بهرنيان، پنځه پوليس، لس مېرمنې، تر شلو پورې د ښوونځي زده کوونکي او نور عام خلک دي.
والي وویل چې سيمې ته د ملي اردو او پوليسو ځواکونه رسېدلي.
د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې پېښې څخه دوى ته د درېيو پوليسو او ٤ عامو وګړو مړي ور وړل شوي دي. دغه راز ٣٤ ټپيان، چې پنځه پوليس، ٦ ماشومان او ٥ مېرمنې په کې شاملې دي، وروړل شوي دي.
د “نثار” په نوم د يوه شخصي روغتون مشر خير الدين نثار بيا وايي، چې دوى ته هم ١٧ ټپيان، چې څلور مېرمنې او لس ماشومان په کې شامل دي، لېږدول شوي دي.
د پژواک اژانس خبريال وايي، د مازيګر په شپږو بجو هم د پي ار ټي په منځ کې د يوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو .
ده زياته کړه، د يوه ځانمرګي بريدکوونکي جسد هم ولايتي روغتون ته ور وړل شوى دى.
د پوليسو يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط، پژواک ته وويل، چې د پي ار ټي دننه دوه نور سراچه موټر، چې له چاودېدونکي توکو ډک دي، ولاړ دي؛ دغه راز يوې کرولا موټر ته د بهرنيانو له لوري چاودنه ورکړل شوه.
د ولايتي بيارغونې کمپ د غزني ښار سوېل ته په پنځه کيلومترۍ کې، د کابل _کندهار د لويې لارې تر څنګ پروت دى.
په کابل کې دایساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته وویل چې په غزني کې یې پر یوه مرکز ډله ییز برید شوی دی، خو زیاته یې کړه، چې په دې پيښه کې یې تر اوسه سرتیري وژل شوي نه دي، خو د ټپيانو په اړه یې معلومات ورنکړل.
طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، پر ياد مرکز لومړى د لارۍ موټر په وسيله ځانمرګى بريد شوى او وروسته يو شمېر ځانمرګو وسله واله نښته پيل کړې ده.
هغه زیاته کړه جې جګړه اوس هم ( دشپې لس بجې) روانه ده او لسګونو کورنیو او بهرنیو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.