کابل (پژواک ٦ وږى ٩٢): په ټول هېواد کې ٣٤ ميليونه ټوکه د ښوونځيو کتابونه په داسې حال کې وېشل کېږي، چې لا هم په ١١ ولايتونو کې ٤٠٠ ښوونځي تړلي دي.
د پوهنې وزيرغلام فاروق وردک نن په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دغه ښوونځي په نا امنه ولايتونو کې تړل پاتې دي.
که څه هم ده د کوم ځانګړي ولايت نوم وانه خيست خو اروزګان، کندهار، زابل او غزني هغه نا امنه ولايتونه دي، چې خلک او چارواکي يې هر وخت د تړلو ښوونځيو په اړه شکايتونه کوي او بېرته پرانيستل يې غواړي.
هغه زياته کړه، چې په دغو ولايتونو کې ١١٠٠ښوونځي تړلي وو، خو په تېرو پنځو کلونو کې ٧٠٠يې د خلکو په همکارۍ او د پوهنې وزارت په هڅو بېرته فعال شوي دي.
خو د پوهنې وزير زياته کړه، ياد وزارت هڅه کوي، چې د خلکو په مرسته تړل شوي ښوونځي بېرته پرانېزي.
د پوهنې وزير په تول هېواد کې د ٣٤ميليونه ټوکه لومړنيو درسي کتابونو (له لومړي تر شپږم ټولګي پورې) د درسي کتابونو د وېش خبر ورکړ او ويې ويل، چې ١٠ميليونه يې په افغانستان او پاتې په اندونيزيا کې چاپ شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دغه کتابونه په ښه کيفيت او رنګ د ٢٠ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) مرسته چاپ شوي دي.
غلام فاروق وردګ زياته کړه، د پوهنې وزارت له تېرو لسو کلونو راپه دېخوا وکولى شول، چې ٢١٣ ميليونه ټوکه کتابونه له لومړي ټولګي تر دوولسم پورې د امريکا، ډنمارک او نړيوال بانک په ١١٩ ميليونه امريکايي ډالرو مرسته چاپ کړي او وايي چې يو شمېر نور يې هم تر چاپ لاندې دي.
نوموړي زياته کړه: ((چې د افغانستان خلک دې له ٢٠١٤ کال څخه اندېښنه نه لري، لږ تر لږه تر راتلونکو لسو کلونو پورې مو د تمويل لارې لټولې او د لسو کلونو لپاره پروګرامونه او پيسې لرو.))
په همدې حال کې، د پوهنې وزير او د USAID د پوهنې د برخې مسوول ډيويد برنز تر منځ د يو ميليون ډالرو په ارزښت يو هوکړه ليک هم لاسليک شو.
د پوهنې وزير د امريکا له مرستو د مننې تر څنګ وويل، چې دغه پيسې به د ٣٤ميليونه کتابونو د لېږد په برخه کې ولګول شي.
د USAID د پوهنې د برخې مسوول له پوهنې سره د خپلو همکاريو د دوام په ځانګړې توګه له ٢٠١٤ کال څخه وروسته، خبر ورکړ او زياته يې کړه: ((موږ له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو.))
هغه د پوهنې وزارت د کړنو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې افغانستان د پوهنې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP