اسلام اباد (پژواک ٦ وږى ٩٢): د افغانستان د ماليې وزير وايي، ډاډمن دى چې دغه ځل پاکستاني چارواکي له ده سره په اقتصادي برخه کې د کړو ژمنو په عملي کولو کې جدي دي.
ولسمشر حامد کرزي د لوړ پوړي پلاوي په ګډون د وږي په ٤ مه او ٥مه پاکستان ته سفر وکړ او د دغه سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د ماليې وزيرانو تر منځ د اقتصادي همکاريو هوکړه وشو.
د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخېلوال اسلام اباد ته د سفر پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستاني سيال محمد اسحق ډار ورسره منلې، ټولې هغه نيمه کاره پروژې به بشپړوي چې پاکستان په افغانستان کې پيل کړې دي.
د ده په خبره، ډار ورسره ژمنه کړې چې د تورخم- جلال اباد د سړک د دويمې ليکې کار به په دوو اونيو کې پيل کړي.
زاخېلوال وايي، د پاکستان د ماليې وزير منلې چې د لاهور-پېښور موټروې سړک به تر کابل پورې غځوي.
زاخېلوال وايي، ده له خپل پاکستاني سيال سره ملنې چې له ازبکستان او قرغزستان څخه به د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد د کار د پيلولو چارې ګړندۍ کړي.
د ده د معلوماتو له مخې، له دغو هېوادونو ټول ١٣٠٠ مېګاواټه برېښنا پاکستان ته لېږدول کېږي، چې ٣٠٠ به يې په افغانستان کې و لګول شي.
دى وايي، دواړه پر دې هم سره سلا شول چې په افغانستان کې به د انرژۍ ګډې پروژې جوړوي چې يوه يې هم د کونړ ولايت پر سيند د برېښنا بند دى.
د زاخېلوال په خبره، د برېښنا دغه بند به د ١٥٠٠ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا ولري، چې يوه اندازه به يې پر پاکستان پلورل کېږي.
دى وايي، چې پاکستان به په دې برخه کې مالي، تخنيکي او د ده په خبره “سياسي همکاري” کوي.
زاخېلوال د ترانزيټ په برخه کې د خپل پاکستاني سيال ژمنه ياده کړه او ويې ويل، چې په دې برخه کې به د افغان سوداګرو او موټرچلوونکو پر مخ شته ټولې ستونزې ډېر ژر لرې شي.
ده زياته کړه: “زموږ مالونه مخصوصاً تازه مېوې چې له افغانستان څخه راځي او د پاکستان د واګې بندر په برخه کې کومې ستونزې چې لري، مطلق وعده يې وکړه چې ټولې بايد رفع شي، هېڅ نوع ټکس او ګرنټي بايد پر لاره وانه خيستل شي، خيبر پښتونخوا کې چې اوس ترانزيټ څخه کوم ټکس شروع شوى دا بايد مطلق توقف پيدا کړي. دا ټول عمده مسايل وو چې خبرې مو پرې وکړې او په توافق ورسېدو.”
ده وويل، چې که پاکستاني چارواکي د افغان سوداګرو پر مخ پرتې ستونزې لرې کړي نو په مقابل کې به يې افغان حکومت هم پاکستاني سوداګرو ته منځنۍ اسيا ته د ترانزيټ په برخه کې لا ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.
زاخېلوال وايي، له پاکستاني سيال سره يې بله موافقه دا وه چې د جلال اباد-پېښور تر منځ د ١٧٠ کيلو مترو په اوږدوالي د رېل پټلۍ غځوي. دغه راز دى وايي چې د دې هوکړې له مخې به د چمن او کندهار تر منځ هم ورته پټلۍ وغځول شي.
دغه راز د هغه په وينا، پاکستان به د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د پښتورګو هغه روغتون چې پاکستان جوړ کړى، ژر فعال کړي.
زاخېلوال وويل، ډاډمن دى چې پاکستاني چارواکي دا ځل د دغو ژمنو په عملي کولو کې جدي دى.
ده زياته کړه: “دې هر يوه باندې موږ په توافق ورسېدو چې په څومره وخت کې به جدي عملي ګامونه واخيستل شي، اصلاً د سپټامبر په مياشت کې بايد عملي ګامونه واخيستل شي، موږ توافق پر دې وکړ چې اکتوبر کې به بيا سره کينو او خپل پېشرفت به ارزيابي کوو. موږ کافي اندازه جديت ګورو د پاکستان په اوسني حکومت کې.”
زاخېلوال پر اقتصادي مسايلو د خبرو لپاره تر ولسمشر کرزي او ورسره پلاوي، يوه ورځ وړاندې اسلام اباد ته تللى وو، چې تېره ورځ له ولسمشر کرزي سره بېرته هېواد ته راستون شو.
په اقتصادي برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ شوې هوکړې د پام وړ وې، خو اسلام اباد ته د کرزي د دغه سفر اصلي اجنډا د افغانستان د سولې د پروسې په برخه کې د پاکستان د عملي همکارۍ راجلبول وو.
ولسمشر کرزي د پاکستان د لومړي وزير په غوښتنه خپل يو ورځنۍ سفر د بلې ورځې لپاره وغځاوه، څو دواړه مشران د افغانستان د سولې پر بهير مفصلې خبرې وکړي.
د سفر په لومړۍ ورځ نوازشريف له کرزي سره په ګډ خبري کنفرانس کې ژمنه وکړه چې تر خپلې وسې به په دغه بهير کې د افغانانو مرسته کوي، خو اسلام اباد ته څېرمه د مري په تفريحي سيمه کې د دواړو لورو د خبرو د دويمې ورځې جزئيات تر دې دمه څرګند نه دي.