ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو ايرانى وګړى له ١٠٨ کيلوګرامه نشه يي توکو سره ونيول شو

يو ايرانى وګړى له ١٠٨ کيلوګرامه نشه يي توکو سره ونيول شو

author avatar
28 Aug 2013 - 17:32
يو ايرانى وګړى له ١٠٨ کيلوګرامه نشه يي توکو سره ونيول شو
author avatar
28 Aug 2013 - 17:32

هرات ښار (پژواک، ٦ وږى ٩٢): د هرات امنيتي مسوولين وايي، يو ايرانى تبعه يې د لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولى دى.

د هرات د امنيه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې مشر فقيرګل، نن په يوه خبره ناسته کې وويل، چې ياد نشه يي توکي، چې شل کيلوګرامه هيرويين او ٨٨ کيلوګرامه ترياک دي، نن سهار په قلعه بندي ښار کشف کړي دي.

ده زياته کړه، له دې توکو سره په تړاو يې يو ايرانى، چې د مشهد ښار اوسېدونکى دى، نيولى دى.

د هغه په وينا، دغه نشه يي توکي د ايراني نمبر پلېټ لرونکي ترانزيت لارۍ په ټانکۍ کې په  ډېر مهارت ځاى پر ځاى شوي وو.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د روان کاله له پيله، پوليسو يو ټن نشه يي توکي نيولي او په تړاو يې د څلورو ايراني وګړو په ګډون ٢٥٠ قاچاق ورونکي هم نيول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، نن په هرات کې لسګونه کسان د يوه ولسي مشر د وژنې په غبرګون کې د ولايتي شورا مخې ته لاريون وکړ.

لاريون کوونکو، چې د هرات ښار د دولسمې ناحيې د ګذر د وکيل ارباب عبدالظاهر جسد ورسره و، له دولت څخه د دې پېښې د عاملينو د نيولو غوښتنه کوله.

د هرات د ولايتي شورا مشر سيد وحيد قتالي، پژواک اژانس ته وويل، چې ارباب ظاهر نن سهار د دولسمۍ ناحيې په جبريل سيمه کې د دوو موټر سايکل سپرو له خوا د تومانچې په ډزو وژل شوى او عاملين يې تښتېدلي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.