ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ايران له وسله والو مخالفينو سره مرستې کوي”

“ايران له وسله والو مخالفينو سره مرستې کوي”

author avatar
29 Aug 2013 - 18:46
“ايران له وسله والو مخالفينو سره مرستې کوي”
author avatar
29 Aug 2013 - 18:46

هرات (پژواک ٧ وږى ٩٢): د هرات د ولايتی شورا مشر پر ايران تور پور کړ، چې له دې هېواده د افغان دولت مخالفو وسله والو ته وسلې او نور پوځي امکانات راځي.

دغه څرګندونې د هرات د ولايت شورا مشر سيد وحيد قتالي، نن د دې ولايت د دوولسمې ناحيې د ګذر د وکيل ارباب ظاهر د وژنې په اعتراضه غونډه کې وکړې.

ارباب ظاهر تېره ورځ د ناپېژاندو وسله والو له لوري په هرات ښار کې ووژل شو او خپلوانو يې د هغه جسد په اعتراضيه ډول ولايتي شورا ته راوړى و.

د ولايتی شورا مشر د ياد شوي تن په وژنه کې د ګاونډيو هېوادونو استخباراتي کړۍ ګرمې وبللې او زياته يې کړه، چې ايران د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره مرستې کوي.

دى ادعا کوي، چې په دې وروستيو کې ١٢٥ ټنه چاودېدونکي توکي او وسلې له ايران څخه لومړى سرحدي ولسوالۍ ګلران کې د طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان په واک کې ورکړل شوي، بيا د طالبانو له خوا د هرات نورو شمالي ولسواليو ته د سراچه ډوله موټرو په وسيله خپلو کسانو ته وېشل شوې دي.

هغه وايي: “يو ګاونډى ترهګري او بل يې د ترهګرۍ وسايل را استوي.”

هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د ورته ورانکاره کړنو مخه ونيسي.

د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي، پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې له ځينو ګاونډيو هېوادونو د وسلو د راتلو راپورونه تاييد کړل، خو د کوم هېواد نوم يې په ډاګه نه کړ.

 ده د هرات له ولايتي شورا څخه غوښتنه وکړه، چې دا ډول راپورونه دې لومړى له امنيتي ادارو سره شريک کړي.

پر ايران د افغان دولت له مخالفو وسله والو سره د وسلو او پيسو د مرستې تورونه کله ناکله لګيږي، خو دې هېواد دا ډول تورونه رد کړي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.