کلات-چاريکا-ګردېز (پژواک ٧ وږى ٩٢): امنيتي چارواکو په بېلابېلو پېښو کې د ٣٢ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړى دى.
په سوېل ختيځ کې د ٢٠٣ تندر قول اردو وايي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دغه زون په ځينو عملياتو کې ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دې قول اردو مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د غزني مرکز اړوند د شهباز خان بازار ته څېرمه پنځه وسله وال طالبان په يوه نښته کې ووژل شول.
سرچينه زياتوي، چې د هغوى جسدونه په سيمه کې پاتې او وسلې يې د ملي اردو ځواکونو ترلاسه کړې دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو په ګډو عملياتو کې په ده يک ولسوالۍ کې يو وسله وال وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.
د تندر قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، چې له اېتلاف سره يو ځاى د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې د يوه قوماندان په ګډون اته وسله وال وژل شوي دي.
بلخوا د زابل ولايت چارواکي هم وايي، چې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې چې په نوبهار ولسوالۍ کې يې ترسره کړي، د دوو قوماندانانو په ګډون دوولس وسله وال وژل شوي دي.
د نوبهار ولسوال وزيرمحمد جوادي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره ورځ د ملاخانو کلا، تونزو او ناټ خېلو په سيمو کې ترسره شوي چې په کې د افغان ځواکونو تر څنګ ايساف هم برخه درلوده.
نوموړي زياته کړه، د عملياتو پر مهال له وسله والو سره درې ساعته سخته نښته رامنځ ته شوه چې هوايي ځواک هم پر طالبانو بمبار وکړ او په پايله کې يې دوولس وسله وال طالبان ووژل شول .
جوادي وايي، چې د وژل شوو طالبانو جسدونه امنيتي ځواکونو د ولسوالۍ مرکز ته ولېږدول او وروسته يې د سيمې مشرانو ته وسپارل چې په کې د ملا عبدالمناف او محمدعزيز په نومونو دوه مشهور طالب قوماندان هم شامل وو.
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال روغ لېونی هم وايي، چې په نوبهار ولسوالۍ کې په ترسره شوو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوبهار د غزني له ناوې ولسوالۍ سره نږدې پرته ولسوالۍ ده.
د يو بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د سيد اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې اېتلافي ځواکونو عمليات کړي ، درې وسله وال يې وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى.
هغه زياته کړه، چې د کابل–غزني پر لويه لار د سيد اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسله والو څلور د تېلو ټانکر سوځولي دي.
خو طالبانو بيا د ١٥ ټانکرو د سوځولو او ١١ پوليسو د وژلو ادعا کوي، خو د والي وياند د پوليسو د وژل کېدو خبره ردوي.
بلخوا د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې څلور وسله وال وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونمل همايون رشيدي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د يادې ولسوالۍ په افغانيه دره کې د پوليسو او طالبانو تر منځ نښته کې څلور طالبان وژل شوي او د هغوى وسلې ترلاسه هم شوې دي.
بلخوا د پروان ولايت پوليسو هغه تن د تښتوونکو له بنده راخلاص کړى، چې پرون له کابل څخه تښتول شوى و.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال لطف الرحمن رشاد پژواک ته وويل، ياد ٢٥ کلن ځوان چې د يوه سوداګر موټر چلوونکى و، د کابل له اوولسمې ناحيې تښتول شوى و او تښتوونکو يې له کورنۍ د يو ميليون ډالرو غوښتنه کړې وه.
سرچينې زياته کړې، چې د شپې په يوولسو بجو نوموړى د ګلبهار په پوسته کې د پوليسو له خوا راخلاص خو تښتوونکي تښتېدلي دي.