کابل (پژواک ٧ وږى ٩٢): د کابل-هرات پر لويه لاره د امنيتي ستونزو او وسله والو غلو له امله سلګونو موټر چلوونکو کاري اعتصاب کړى دى.
دوى وايي، څو چې پر دې لاره د وسله والو غلو مخه ونه نيول شي، خپل اعتصاب ته دوام ورکوي.
د احمدشاه ابدالي بس ترانسپورټ مرستيال حاجي احمدالله چې د چلوونکو په استازيتوب يې په کابل کې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل، چې د هرات له ادرسکن څخه د هلمند تر ګرشک ولسوالۍ پورې پر لويه لاره وسله وال غله مسافر او موټر لوټي.
د ده په وينا، شاوخوا درې کاله کېږي، چې د دې لارې مسافر له دغه کاره ځوريږي، خو له تېر کوچني اختر راهيسې دا ستونزه خپل اوج ته رسېدلې او ان ښځې هم له موټرو ښکته کېږي.
هغه زياته کړه: “په دې وروستيو کې داسې راغله، چې پر ښځو شروع وشوه؛ نو دا شرکتونو او اتحاديو والا او موټرداران سره راټول شول، چې پر خويندو شروع وشوه، نو نورو موږ نه ځو؛ دا حال تر رييس صاحب جمهوره پورې رسوو، که هغه دا مشکل راحل کړ، نو کړى به يې وي، که يې ويل چې ځئ، نو موږ به هم لاړ شو.”
د ده د معلوماتو پر بنسټ، وسله وال کسان هره مياشت تر ٤٥ ډېر مسافر له موټرو ښکته کوي؛ ځيني يې وژني او د ځينو نورو د خوشې کولو په بدل کې د هغوى له کورنيو په زرګونو ډالر غواړي.
دى وايي، تر ډېره د هلمند دلارام، د فراه فراه رود او د هرات شينډنډ ولسوالۍ مسافرو ته خطرناکې سيمې دي.
احمدالله وايي، په وار وار يې له امنيتي چارواکو سره دا ستونزه شريکه کړې ده، خو څوک ورته پام نه کوي.
ده زياته کړه: “امنيتي پوستو ته ٢٠٠ متره نږدې وي، هغه بله ورځ يوه موټروان ويل چې پوليسو په ټيلېفون عکاسي کوله، خو راتېرېدل نه. نو ته فکر وکړه چې دوه سوه متره لرې په ټيلېفون عکاسي کېږي او دوى اقدام نه کوي، نو دا د غلو شريک بولې که نه!؟”
د کابل-هرات د لويې لارې د ٣٠٣ بس چلوونکى حاجي محمدرحيم وايي، چې وسله والو څو ځلې مسافرين د ده له موټره ښکته کړي دي.
دى په خپله هم دوه کاله وړاندې وسله والو له ځان سره بيولى و، چې ٤٠ ورځې وروسته يې د پيسو په بدل کې خوشى کړ. محمد رحيم وايي، تر څو چې د لويې لارې امنيت ټينګ نه شي نو موټر به يې درېدلى وي.
بلخوا د هرات-کابل د لارې مسافر د چلوونکو د کاري اعتصاب له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ځيني وايي، مهم کارونه ترې پاتې کېږي او د ځينو نورو په خبره چې په کابل کې د پاتې کېدو پيسې نه لري.
د غور اوسېدونکى ٢١ کلن محمد داوود، چې د چلوونکو د کاري اعتصاب له امله هرات ته له تګ څخه پاتې دى، له پژواک سره په خبرو کې له امنيتي ارګانونو وغوښتل، څو د لويو لارو د ساتنې لپاره لاس په کار شي.
ده زياته کړه: “په رښتيا چې مسافرين ډېر ځورېږي، لاره ډېره ناامنه ده، موټر چلوونکي حق لري چې اعتصاب وکړي، پوليس دې هر څه ژر دا لاره امنه کړي.”
د کورنيو چارو وزارت چارواکي هم د هرات-کابل پر لاره د نا امنيو ستونزه مني، خو وايي چې د دې موضوع د څېړلو لپاره يې څو ورځې وړاندې يو پلاوى ټاکلى، چې د حالت تر ارزولو وروسته به دوى اقدام وکړي.
د دغه وزارت مرستيال وياند نجيب دانش پژواک ته وويل، چې تېره اونۍ د کورنيو چارو وزارت د پوليسو ځيني چارواکي، چې پر دې مسير يې دندې ترسره کولې، د بې پروايۍ له امله له دندې لرې کړل.
دى وايي، که اړتيا وليدل شي، نو د کورنيو چارو وزارت به نور پوليس د دې لارې د امنيت ساتلو لپاره وګوماري.