هرات (پژواک٨وږى٩٢) : د هرات د ولايتي شورا مشر وايي ، چې له کوچني اختر راهيسې په دې ولايت کې شاوخوا ديرش تنه دولتي مامورين او مشران وژل شوي دي.
د هرات د ولايتي شورا مشر وحيد قتالي تېره ورځ ددې ولايت د ١٢ناحيو له مشرانو سره د ليدنې پرمهال وويل ، چې په دې وروستيو کې په هرات ولايت کې امنيتي حالات ډير خراب شوي دي .
هغه زياته کړه ، چې له کوچني اختر راهيسې په دې ولايت کې د مدني ټولنو غړي او دولتي مامورين په هدفي وژنو کې وژل شوي دي .
قتالي زياته کړه : ((په دې موده کې د وژل شويو کسانو شميره ٣٠ ته رسيږي .))
هغه د هدفي پېښو په اړه اندېښنه وښوده او زياته يې کړه ، چې امنيتي چارواکي بايد د هېوادوالو د امنيت په ساتلو کې خپلې هڅې کړندۍ کړي .
خو د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي بيا وايي ، چې په تېره يوه مياشت کې په دې ولايت کې د ٢٠ په شاوخوا کې کسان په نښه شوي دي .
هغه زياته کړه : ((په وژل شويو کسانو کې پنځه تنه يې ترور شوي او پاتې نور يې جنايي پېښې دي ، چې له دې ډلې د ٩ تنو په وژنه کې په لاس لرلو يو شمېر کسان نيول شوي هم دي .))
احمدي وويل ، چې د هرات پوليس خپلې وروستې هڅې کوي، ترڅو د خلکو امنيت وساتي .
د يادونې ده ، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د هرات د ١٢ناحيې د ګذر وکيل عبدالظاهر د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو .
دغه راز په تېره مياشت کې د امنيتي ځواکونو د درېيو سرتېرو په ګډون د هرات د شينډنډ ولسوالۍ د پوهنې رياست مرستيال او د هرات ولايت د زندان يو تن مسوول هم د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي دي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP