Language

يو عام وګړى او شپږ وسله وال طالبان ووژل شول

محمود راقي(پژواک، ٨ وږى٩٢) : د کاپيسا ولايت په دوو بېلابېلو پېښو کې دوه  ملکي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې او ٦ وسله والو طالبان وژل شوي دي .

د کاپيسا ولايت دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجليل شمال پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې نن سهار په تګاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو  ديوه راګټي بريد له امله د جويبار سيمې د يوې کورنۍ يو غړى ووژل شو او بل يې ټپي دى .

د هغه په وينا، وسله والو طالبانو غوښتل ، چې د امنيتي ځواکونو پوسته په نښه کړي، خو راګت د پوستې پرځاى پر يوه کور ولګېد ، چې له امله يې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه .

هغه زياته کړه ،چې ټپي تن د درملنې په موخه روغتون ته استول شوى دى .

د جويبا سيمې يو تن اوسېدونکي حاجي نعمت الله پژواک خبري اژانس ته د ياد راکټ لګېدل تاييد کړل او ويې ويل ، معلومه نه ده ،چې راکټ طالبانو او که امنيتي ځواکونو فير کړى دى .

هغه د جګړې له ښکيلو لوريو غوښتنه وکړه ، چې د ملکي وګړو د ژوند ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي .

دغه راز د کاپيسا د امنيت امر دا هم وويل ، چې په تېرو دوو ورځو کې د نجراب ولسوالۍ په غَين افغانيه سيمه کې د افغان ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات پيل شوي دي .

هغه زياته کړه ، چې په دې موده کې ٦ وسله وال  مخالفين وژل شوي او پنځه کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .

ده وويل ، چې دغه عمليات اوس هم ادامه لري .

 وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .