Language

کابل (پژواک ٩وږى٩٢): نړيوال بانک د افغانستان د تحصيلي برخې تر ارزونې وروسته، په تحصيلي بنسټونو کې د جذب کچې د لوړوالي او اقتصادي برخې ته د پاملرنې سپارښتنه وکړه.

“په افغانستان کې لوړې زده کړې” هغه څېړنه ده، چې په تېر يوه کال کې د نړيوال بانک له خوا ترسره شوې ده.

نړيوال بانک ددې څېړنې پايلې د يوه راپور په شکل نن په کابل کې د لوړو زده کړو له وزير ډاکټر عبيدالله عبيد سره په ګډه خبري ناسته کې اعلان کړې.

هارشا اتروپين (Harsha Aturupane) د نړيوال بانک د تعليمي برخې متخصص چې دا څېړنه يې په مشرۍ شوې وايي، افغانستان په تېرو لسو کلونو کې په تحصيلي برخه کې د پام وړ پرمختګ کړى، خو د ماسټر او ډاکټر  په کچه ډېرو کسانو روزنې ته اړتيا ده .

هغه وويل، چې افغان پوهنتونونو کې د درسي کيفيت لوړولو اړتيا هم د پام وړ ده. دده په خبره که څه هم د افغانستان د لوړو زده کړو کيفيت ډېر لوړ نه دى، خو ټيټ هم نه دى.

د هارشا په وينا، د تحصيلي کيفيت د لوړوالي لپاره اړينه ده، چې افغان پوهنتونونه د اسيا د نورو هېوادونو له پوهنتونونو سره وصل شي ، ځکه چې دا کار يې د اعتبار د لوړوالي لپاره هم مهم دى.

دى وايي چې افغان تحصيلي بنسټونو د جذب کچه بايد لوړه شي او په تېره بيا په دې بنسټونو کې ښځو ته ډېره ونډه ورکړل شي.

د نړيوال بانک د چارواکو په وينا، اوسمهال د افغان محصلينو ١٩ سلنه ښځې دي. 

د هارشا په وينا، افغان حکومت بايد داسې تګلاره جوړه کړي، چې په تحصيلي بنسټونو کې د ښځينه و د ونډې کچه لوړه کړي.

ده زياته کړه:” ډېر څه کول پکار دي، يوه دا چې د هغوى ( ښځينه محصلينو) امنيت تامين شي چې پوهنتون ته ځي، د ليليې او ترانسپورټ اسانتياوې ورته برابرې شي، دا زموږ سپارښتنې دي.”

د لوړو زده کړو وزارت وياند عظيم نور بخش وايي ، چې اوس مهال په هېواد کې ٣١ دولتي او ٨٠ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعاليت کوي.

هغه پژواک ته وويل، چې په دولتي پوهنتونونو او موسسو کې ١٥٠ زره او په خصوصي هغه کې ١٠٠ زره محصلين په زده کړو بوخت دي، چې ٢٥ سلنه يې نجونې تشکيلوي.

د نړيوال بانک د تعليمي برخې متخصص هارشا له پژواک سره په مرکه کې وويل، چې په افغانستان کې تر ډېره بايد د لوړو زده کړو تمرکز پر اقتصادي اړتياوو وي.

ده زياته کړه:” د افغانستان دلوړو زده کړو وزارت بايد د انجينرۍ، طب، ساينس، مديريت او محاسبې، اقتصاد، معلوماتي ټکنالوجۍ او انګليسي ژبې زده کړو ته ډېر پام وکړي، دا د اقتصاد لپاره ډېر اړين دي.”

د هغه د څرګندونو له مخې، نړيوال بانک چمتو دى، چې په تحصيلي برخه کې د افغانستان مالي ملاتړ وکړي.

دده په وينا، نړيوال بانک په تېرو اتو کلونو کې د لوړو زده کړو په برخه کې له دې هېواد سره ٧٠ ميليون امريکايي ډالره مرسته کړې او په راتلونکو پنځو کلونو کې هم د پام وړ مرستې ته چمتو دى.

هارشا وويل، چې نړيوال بانک او د لوړو زده کړو وزارت پر يوې پنځه کلنې پروژې غور کوي، چې له مخې يې په تحصيلي بنسټونو کې د جذب کچه لوړېږي او ډېر تمرکز يې د اقتصادي اړتياوو پر برخې دى.

 په افغانستان کې د نړيوال بانک سرپرست مشر الانګو پاچموتو (Illango Pachamuthu) ژمنه وکړه، چې په راتلونکې لسيزه کې به هم له دغه هېواد سره خپلې مرستې جاري وساتي.

ده وويل، چې د افغانستان په پرمختګ کې د لوړو زده کړو ونډه ډېره مهمه ده او نړيوال بانک چمتو دى ، چې د افغان حکومت په غوښتنه په دې برخه کې خپلې مالي اسانتياوې برابرې کړي.

د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد د نړيوال بانک د راپور پخلى وکړ، خو ويې ويل چې دى د شته ستونزو د لرې کولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

د هغه د څرګندونو له مخې، د لوړو زده کړو د پرمختګ لپاره اړينه ده، چې ودانيز بنسټونه جوړ شي، ترڅو د محصلينو د جذب کچه لوړه شي، پوهنتونونه تجهيز شي او په کار پوه استادان، تخنيکي او مسلکي کسان وروزل شي.

 دده په خبره په نورو هېوادونو کې په هرو پنځو کلونو کې تحصيلي نصاب  بدلېږي.

ده په تحصيلي برخه کې د شته لاسته راوړنو د دوام لپاره له نړيوال بانک، اسيايي بانک او د امريکا د متحده ايالتونو له نړيوالي پراختيايي ادارې (USAID) وغوښتل،چې له لوړو زده کړو وزارت سره مرستې جاري وساتي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.