Language

د غزني په ډله ييز بريد کې زيانمنې کورنۍ مرسته غواړي

غزني ښار (پژواک ۹ وږی ۹۲): د غزني ښار د توحيداباد سيمې اوسېدونکي له دولت څخه د ور رسېدلي هغه زيان له امله مرسته غواړي،چې تېره اونۍ په ډله ييز ځانمرګي بريد کې ور واوښت.

په دغه بريد کې وسله والو طالبانو د توحيداباد په سيمه کې د خلکو کورونه د سپر په توګه وکارول، چې له امله يې لسګونه کورونه زيانمن شول.

د توحيداباد سيمې يو مخور محمدرسول پژواک ته وويل، تر اوسه دولت دې سيمې ته پلاوى نه دى را استولی او نه يې هم راسره مرسته کړی ده.

 نوموړي زياته کړه: ((طالبانو زموږ له سيمې په پي ار ټي ډزې وکړې، د پي ار ټې او پوليسو له لوري زموږ په کورونو باندې بريد پيل شو، پوليسو د سيمې د خلکو دوه موټر وسوځول او هم يې څو کورونه چور کړل.))

د ده په وينا، د توحيدا باد سيمې تر ٣٠ زيات کسان ټپيان شول او دغه راز لسګونه کورونه يې زيانمن شول.

محمداکرم، چې کور يې نيمايي ويجاړ شوی او اوس مهال د ګاونډي په کور کې اوسي وايي، چې په کور کې يې راکټ ولګېد،  د کور دوه ښځې يې ټپيانې شوې او کور يې هم خراب کړ.

نوموړی وايي، دومره وس نه لري چې بېرته خپل کور ورغوي نو دولت بايد ورسره مرسته وکړي.

د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع مني، چې په دې جګړه کې د توحيداباد خلک زيانمن شوي او دوى به له چارواکو وغواړي چې مرسته ورسره وکړي.

له پېښو سره د مبارزې مشر حفيظ الله ګلستانى وايي، چې خلک ډېر زيانمن شوي، خو دوى د زيان په اړه څېړنه کوي، وروسته به مرسته ورسره وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې پېښې دوه وژل شوو ماشومانو مړي نن د يوه نړېدلي کور په خاورو او لوټو کې وموندل شول.

د دغو وژل شوو ماشومانو د کورنۍ يو تن الله نظر وايي، چې وسله وال پر پي ار ټي تر بريد څو شېبې مخکې راغلل او د دوى د کور بام ته وختل او بيا يې له بامه ډزې پيل کړې.

هغه وايي، دغه کور د پي ار ټي له لوري په درنه وسله ويشتل شوى او نړېدلى دى.

د غزني پر پي ار ټي ډله ييز ځانمرګى بريد د وږي په ٦مه ترسره شو، چې په پايله کې يې د بريد کوونکي او امنيتي ځواکونو په ګډون ٩٢ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

Related Topics