Language

پروان کې چاودنې د يوه شرکت اوه کارکوونکي ووژل

چاريکار (پژواک ٩ وږى ٩٢): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې د يوه خصوصي شرکت ٧ کارکوونکي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د بګرام امنيه قوماندان سمونوال حشمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرومايټ ډبرو د استخراج کوونکي دغه خصوصي شرکت د کارکوونکو پر موټر د ماين چاودنه نن له غرمې وروسته دوه بجې د بګرام په ژاله کلا کې رامنځته شوه.

هغه وويل، چې دغه کسان په بګرام کې د کرومايټ ډبرو يوکان ته پرلاره وو، چې په موټر يې چاودنه وشوه.

د ده د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې يو د ننګرهار د مرکز جلال اباد اوسېدونکى دى او پاتې نور وژل وژل شوي او ټپيان د پروان د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي دي.

سرچينې زياته کړه، چې په چاودنه کې وژل شوي او ټپيان د پروان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پروان د عامې روغتيا مشر ډاکټر محمدقسيم سعيدي وايي، چې له يادو ټپيانو څلور يې چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ و ، د نورې درمنلې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وينا، پاتې يو کس چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى، د پروان په روغتون کې تر درمنلې لاندې دى.

د دې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics