کابل (پژواک ١٠ وږى ٩٢): د احمد شاه ابدالي د کرکـټ دريو ورځينو سياليو په لړ کې د مس عينک زون لوبډلې د سپين غر زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې لوبې پچه، چې د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، د سپين غر زون وګټله او لومړى يې په خپله د بيټنګ پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د سپين غر زون لوبـډلې په خپل لومړي وار کې په ٦٢،٢ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٢ منډې وکړې، د سپين غر لوبډلې له لوري نسيم سرخرودي ٦٧، نقيب ٥٦ او انور ٤٦ منډې وکړې. د مس عينک له لوري روښان ٦ او جنيد دوه لوبغاړي وسوځول.
د نوموړي په وينا، د مس عينک زون لوبډلې په خپل لومړي وار کې په ٧٥ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٣٤٣ منډې وکړې او پر سپين غر زون لوبډلې يې ٢١ منډې زياتې کړې.
د مس عينک له لوري نور علي ځدراڼ ١٢٣، ضياء الحق ٦٦ اواحمد سهاک ٦٥ منډې وکړې، د سپين غر زون له لوري باطن شاه او نجيب ترکي دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
هوتک وايي، چې د سپين غر زون لوبډلې په خپل دويم وار کې په ٥٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٥٥ منډې وکړې، د دوى له لوري نسيم سرخرودي ٥٧، نور الحق ملکزي ٤٦ او باطن شاه ٤٥ منډې وکړې، د مس عينک له لوري ظاهر ٦ او فضل نازي ٢ لوبغاړي
وسوځول.
په دې ډول سپين غر زون لوبډلې د ٢١ منډو له تاوان وروسته مس عينک ته ٢٣٤ منډو هدف ورکړ، چې هغوى په ٤٤ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د مس عينک له لوري نوري علي ځدران ٧٧ ، فضل ځاځي ٦٤، فضل نيازي ٤٧ او رحمت سهاک ٣٦ منډې وکړې. د سپين غر له لوري نور الحق ٢، نجيب ترکي ، سيفور او نسيم سرخرودي يو، يو لوبغاړى وسوځاوه.
د مس عينک زون لوبډلې لوبغاړى نور علي ځدران د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
سبا به د مس عينک او بست لوبـډلو تر منځ بله لوبه لوبه پيل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP