Language

د ملي اردو لومړۍ فرقه بدخشان ته ورسېده

فيض اباد (پژواک ١٠ وږى ٩٢): د ملي اردو لومړۍ فرقه د دولت له وسله والو مخالفينو سره د مقابلې لپاره بدخشان ولايت ته ورسېده او ټاکل شوې د خپل واک ساحې له طالبانو پاکې کړي.

د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ وايي، چې لومړى نمبر ١١١ فرقه له کابل نه بدخشان ته استول شوې، چې په پوځي پرمختللو وسلو سمبال ١٧٠٠ تنه په کې دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د فرقې سرتېري به په بهارک ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى شي، څو د جُرم، شهداء، ارغنچخواه او وردوج په ولسواليو کې له وسله والو مخالفينو سره مقابله وکړي.

راسخ د دغو سرتېرو له ورتګ هرکلى وکړ او هيله يې څرګنده کړه، چې له دوى سره به امنيت هم دغه ولايت ته راستون شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وردوج ولسوالۍ کې  د تېر کال د کب مياشتې شخړې د روان کال تر غويي مياشتې وغځېدې او امنيتي چارواکو ادعا کوله، چې د هغوى د مهمو قوماندانانو په ګډون يې له سلو زيات وسله وال وژلي او له اتياوو زيات يې ټپي کړي دي.

خو طالبانو بيا ادعا کوله، چې په دې جګړو کې يې د ملي اردو او پوليسو په سلګونو سرتېري وژلي دي.

له دې ډلې عمده برخه د ملي اردو ١٦ سرتېري وو، چې په وردوج کې د طالبانو له خوا تر نيول کېدو وروسته پر ډزو ووژل شول.

د بدخشان د والي وياند وويل، د دې فرقې قوماندان جنرال قدم شاه دى، چې د بدخشان له پخوانيو جهادي قوماندانانو دى او بدخشان کې پوره بلد دى.

هغه وويل، چې جنرال قدم شاه په دې وروستيو کې  د ملي اردو د ليکو په بېلابېلو پستونو کار کړى او په وروستيو کې د دې فرقې د قوماندان په توګه ټاکل شوى دى.

د بدخشان امنيتي او ځايي چارواکي هم دغه ولايت ته د ملي اردو د نوې فرقې ورتګ د امنيت لپاره مهم او اغېزناک بولي.

د وردوج ولسوال دولت محمد خاور پژواک ته وويل، چې دغه کنډک تازه ورغلى، خو د مخالفينو د ځپلو او راتلونکو برنامو په اړه يې معلومات نه لري.

هغه زياته کړه، چې لا هم يوولس کلي د طالبانو په لاس کې دي او د نيولو لپاره يې تر اوسه هم کوم اقدام نه دى شوى.

خو امنيتي چارواکي وايي،  ټاکل شوې ياده فرقه به د مخالفينو پر وړاندې عمليات وکړي او له لاسه وتلې سيمې به بېرته ونيسي.

Related Topics