Language

غزني کې د کتابونو او انځورونو نندارتون پرانيستل شو

غزني (پژواک ۱۰ وږی ۹۲): په غزني کې د اطلاعاتو او کولتور ر ياست په نوښت د البيروني په عامه کتابتون کې د کتابونو او تصويرونو درې ورځنى نندارتون پرانيستل شو.

په دغه نندارتون کې ٢٠٠ عنوانه ادبي، تاريخي، فرهنګي او اجتماعي کتابونه او په لاس کښل شوي انځورونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس بسم الله شريفي وايي، دغه نندارتون يې د ۲۰۱۳ کال په وياړ، چې غزنی ښار به په کې د اسلامي هېوادونو کولتوري پلازمېنه ونومول شي، جوړ کړی دى.

د ده په وينا، نندارتون د هر چا پر مخ پرانيستى او خلک کولى شي د غزني د لرغوني تاريخ او پېژندګلوۍ په اړه بشپړه معلومات ترلاسه کړي.

د غزني ځوانان د خپلو معلوماتو د زياتوالي لپاره دا ډول نندارتونونه ډېر مهم ګڼي، د پوهنتون يو محصل محمداجمل جلالزی وايي، که په راتلونکي کې دا ډول نندارتونونه جوړ شي د غزني په اړه به د ځوانانو په ځانګړې توګه د زده کوونکو د معلوماتو کچه لوړه کړي.

نوموړي د غزني له ځوانانواو ليکوالو وغوښتل، چې له اطلاعاتو او کولتور رياست سره د دې ډول نندارتونونو په جوړولوکې مرسته وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې د لنکن په نامه د يوه روزنيز مرکز يوه زده کوونکې لينا وايي: ((زموږ ولايت ښه ليکوالان او شاعران لري که چېرې د دوی کتابونه نندارې ته وړاندې شي، نو له خپل کار سره به يې مينه او لېوالتيا زياته شي.))

ليکوال او ژورنالېست اسدالله جلالزی وايي، که څه هم د داسې نندارتونونو جوړول ضروري دي، خو وايي چې له کتابونو او مطالعې سره د ځوانانو لېوالتيا کمه شوې ده.

نوموړي وويل : (( ټکنالوژي زموږ پر ځوانانواو مطالعې باندې زيات اغېز کړى دى.))

په غزني کې تر دې مخکې هم د مېرمنو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شوى، چې هدف يې په غزني کې د لاسي صنايعو وده او پراختيا وه.

Related Topics