Language

وسله والو په غزني کې لس ملکي وګړي وژلي

غزني( پژواک ١٠ وږى ٩٢) : چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې وسله والو لس ملکي  وګړي وژلي دي.

د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال د وږي په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل،چې د اوو تنو ملکي وګړو مړي نن غرمه په چهار دېوال کې وموندل شول.

هغه وايي،چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او دا نه ده معلومه،چې وسله والو له کومه ځايه راوستي وو او ولې يې وژلي دي.

د ولسوال په وينا،وسله والو طالبانو اوس د ملکي کسانو وژنې ته مخه کړې،پرون مازيګر يې پر يو ملکي موټر بريد وکړ او دوه کسان يې په کې ووژل او درېيم کس،چې ټپي وو،وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ هم وايي،چې پرون مازيګر له پکتيکا څخه غزني ته پر لاره په يو شخصي موټر د وسله والو په بريد کې يو ترافيک پوليس او يو موټر چلوونکى ووژل شول.

هغه وايي،دغه بريد د اندړو ولسوالۍ د چهارديوال په سيمه کې وشو،چې دوه تنه نور يې ټپيان کړل.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل،چې له غرمې راهيسې تر اوسه ټول ١٤ مړى ور وړل شوي دي.

د نوموړي په خبر،چې اوه مړي د اندړو له ولسوالۍ وروړل شوي،چې د سورکي په کلي کې وژل شوي وو.

د همت په وينا،دغه وژل شوي کسان ٤ د بلخ،٣ د جوزجان او يو يې د بدخشان ولايت اوسېدونکي وو.

د ډاکټر همت په خبره،غرمه د څلورو سيمه ييزو پوليسو مړي هم ور وړل شوي،چې د قره باغ په ولسوالۍ کې په جګړه کې وژل شوي وو او دغه راز اوس مازيګر د پنځو طالبانو مړي هم ور وړل شوي،چې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې په خواجه عمري ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده،چې نږدې شل ورځې مخکې د کوچنۍ اختر لپاره کور ته دتګ پر مهال د غزني په مقر ولسوالۍ کې وسله والو اته تنه ښکته کړل او بيا يې د اختر په دويمه ووژل.

په اندړو کې د لسو تنود وژنې مسووليت چا پر غاړه نه ده اخيستى.

Related Topics