ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغيس کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي وسوځول شول

بادغيس کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي وسوځول شول

هرات (پژواک ١١ وږى ٩٢): د بادغيس چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې يې تر سل کيلوګرامه زيات نشه يي توکي سوځولي او بلخوا په هرات کې پر بېلابېلو جرمونو تورن شل تنه نيول شوي دي.

د بادغيس والي احمدالله عليزي د وږي په ١١مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن يې ۱۰۷ کيلوګرامه ترياک قلعه نو ته نږدې دښته کې وسوځول.

هغه زياته کړه، چې د خپل واک په سيمو کې به هيچا ته د کوکنارو کرلو اجازه ور نه کړي او له امنيتي ځواکونو يې وغوښتل، چې د نشه يي توکو کاروباريان ونيسي او سزا ورکړي.

تر دې مخکې داسې ويل کېدل، چې د بادغيس په مقر، بالامراغاب او جوند ولسواليو کې ډېر کوکنار کرل شوي، خو والي بيا په راتلونکي کې په يادو سيمو کې د کوکنار د کښت د بشپړ بندېدو خبر ورکړ.

د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال وايي، چې سوځولي ١٠٧ کيلوګرامه ياد نشه يي توکې يې په تېرو دريو مياشتو کې د عملياتو پر مهال د مقر ولسوالۍ په څو کليو کې نيولي دي.

ميرزکوال زياتوي، چې د دغو نشه يي توکو په تور يې څوک نه دي نيولي، خو په ځينو سيمو کې يې د کوکنارو د نېښ وهلو وسايل هم نيولي دي.

بلخوا د هرات پوليسو پر بېلابېلو جرمونو تورن شل تنه نيولي دي.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميدي پژواک ته وويل، چې دغه کسان يې په تېرو ٢٤ ساعتو کې د هرات ښار په بېلابېلو سيمو کې نيولي دي.

نوموړى زياتوي، چې ياد کسان يې د عامه نظم د کډوډولو، له وسله والو مخالفينو سره د همکارۍ او نشه يې توکو د کاروبار په تور نيولي دي.

 

د حميدي په خبره، چې ياد کسان د پوليسو تر څارنې لاندې دي او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به يې عدلي ارګانو ته وسپاري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.