ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د انجنيرانو امنيت دې خوندي شي”

“د انجنيرانو امنيت دې خوندي شي”

هرات (پژواک ١١ وږى ٩٢): په هرات ښار کې شاوخوا ٢٠٠ انجنيرانو د ناامنۍ خلاف د اعتراض په ډول دوه ساعته چوپتيا غوره کړه.

انجنيرانو دغه اعتراضي چوپتيا د هرات ولايت د مقام مخې سهار نهه پيل کړه او تر يوولسو بجو يې دوام درلود.

د هرات د متخصصانو د شورا غړی انجنير بشير شيوا، چې د غونډې سمبالوونکی هم و خبريالانو ته وويل، چې د هرات په وروستيو نا امنيو کې لس انجنيران وژل شوي او دولت يې د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلى دى.

نوموړي زياته کړه: ((د دغو انجنيرانو تښتوونکي او قاتلان په ګلران ولسوالۍ کې دي ټول خلک يې پېژني او دولت ته هم معلوم دي، خو د نيولو او سزا ورکولو اقدام يې نه کوي.))

 د هرات په ګلران کې د وږي په ٥مه د ملي پيوستون شپږ انجنيران هرات ښار ته پر لاره لومړى وتښتول شول او يوه ورځ وروسته يې مړي وموندل شول.

د غونډې يو بل ګډونوال انجنير شاه محمد چې په يوه ودانيز شرکت کې دنده لري پژواک ته وويل، په هرات کې د انجنيرانو او پراختيايي چارو د کار کوونکو ژوند خوندي نه دى که حالت په دې ډول وي نو خپلې دندې او سيمه به پرېږدي.

هغه له چارواکو وغوښتل، چې د انجنيرانو امنيت دې خوندي کړي او په ګلران کې د وژل شوو انجنيرانو وژونکو ته دې سزا ورکړي.

 د هرات د کليو پراختيا رياست مرستيال انجنير محمدقاسم ايوبي د پراختيايي چارو پر وړاندې پرتې ستونزې ستر خنډ وبللې او زياته يې کړه، چې خپلې اندېښنې يې امنيتي چارواکو ته رسولې دي.

تر دې مخکې د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي ويلي وو، چې د ګلران په پېښه کې ښکېل کسان به نيسي او سزا به ورکوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.