درېيم تعقيب: جلال اباد (پژواک ۱۱ وږی ۹۲): چارواکي وايي، د تورخم جګړه وروسته له څو ساعتونو د دريو بريد کوونکو په وژل کېدو پاى ته رسېدلې خو زياتوي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه د تېلو ٧٠ ټانکر او ټېلر موټر سوځېدلي دي.
يوې ډلې وسله والو نن (د وږي ١١مه) سهار شاوخوا شپـږ بجې په تورخم کې د ناټو ځواکونو پر پوځي او ورسره نږدې د سرحدي پوليسو پر يوه مرکز ډله ييز بريد وکړ.
په ختيځ کې د لومړي زون سرحدي پوليسو رييس ارکان سمونوال حسين خېل په لومړيو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بريد کوونکي درې کسان او د سرحدي پوليسو جامې يې اغوستې دي.
هغه زياته کړه، چې بريدګرو لومړى د ناټو د پوځي اډې د موټرو په تمځاى کې چاودنې وکړې او وروسته په رامنځته شوې نښته کې ځينو شخصي او د ناټو اړوند د تېلو لسګونه ټانکرو اور اخيستى او سوځېدلي دي.
حسين خېل وويل، چې جګړه پاى ته رسېدلې، سيمه تصفيه شوې او د تورخم-جلال اباد لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ خلاصه شوې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى هم بريد کوونکي درې کسه بولي او زياتو چې تر دريو ساعتونو وروسته درې واړه بريد کوونکي ووژل شول.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وژل شوو بريدګرو مړي او وسلې د نښتې په ساحه کې پراته دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې لسګونه ټانکرو اور اخيستى، خو کره شمېر يې نه دى ورته معلوم.
د پژواک ويډيو خبريال ببرک اميرزاده وايي چې په سيمه کې تر ٧٠ پورې د تېلو ټانکر چې ځينې يې د ايساف او ځينې نور يې د شخصي سوداګرو و، سوځيدلي دي.
بلخوا د تورخم پر لاره په مومندره سيمه کې وسله والو د اطفايې پر دوو موټرو هم ډزې کړې او زيان يې ورته اړولى دى.
د اطفايې يوه موټر چلوونکي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له بريده روغ وتلي، خو موټر يې زيانمن شوي او په سيمه کې ولاړ دي.
عيني شاهدان وايي، شاوخوا نهه بجې د ناټو الوتکو پر بريد کوونکو له هوا بمونه غورځولي او ډزې يې هم کړې دي.
د شفيق الله په نوم په تورخم کې يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل، چې له سيمې د اور لمبې پورته کېدې .
د هغه په وينا، په دې پېښه کې لسګونو ټانکرو اور اخيستى او د اور تېزوالى مخ په زياتېدو دى.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې يوې ډلې طالبانو نن سهار په تورخم کې د امريکايانو پر پوځي مرکز بريد کړى او جګړه يې پيل کړې ده.
نوموړي د ګڼ شمېر امريکايي سرتېرو د وژلو ادعا وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP