Language

کونړ کې ځانمرګى نيول شوى

کابل (پژواک ١١ وږى ٩٢): د ملي امنيت موظفينو په کونړ ولايت کې د يوه ځانمرګي د نيولو خبر ورکړ.

په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بريدګر د ملي امنيت موظفينو له خوا د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې نيول شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې بريد کوونکي غوښتل د نرنګ ولسوالۍ په بازار کې ځانمرګى بريد ترسره کړي، خو موخې ته تر رسېدو مخکې ونيول شو.

د ملي امنيت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوي تن د پلټنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړى او زياته کړې يې ده، چې په پاکستان کې يې د چاودنو او ځانمرګو بريدونو په برخه کې روزنه ليدلې ده.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics