کابل(پژواک، ١٢ وږى ٩٢): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې يو لوړ پوړى افغان پلاوى تهران ته تللى او تصميم لري، چې په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو د استوګنې موده وغځول شي .
ددغه وزارت وياند اسلام الدين جرئت نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددغه پلاوي مشري د کډوالو د وزير جماهير انوري پر غاړه ده او د ايران د ولسمشر په نامه د افغان ولسمشر يو ليکلى پيغام هم له ځان سره لري.
هغه زياته کړه، چې دکډوالو وزير به د هغو٦٠٠ زره افغانانو په اړه، چې د کار ويزې يې د وږې په ١٥مه ختمېږي ، د ايراني چارواکو سره خبرې وکړي.
جرئت زياته کړه:((موږ هيله من يو، افغان او ايراني اړخ تصميم نيولى، چې د ايران مېشتو افغان کډوالو داستوګنې د ويزو وخت وغځوي.))
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وياند وايي، چې له يو ميليون کم افغانان په اېران کې د استوګنې مدرک لري، خو يو ميليون او ٤٠٠ زره نور مدرک نه لري، چې له دې ډلې څخه يې د ٦٠٠ زرو هغو ويزې درې ورځې وروسته ختمېږي .
هغه څرګنده کړه: دکډوالو چارو وزير د بهرنيو او کورنيو چارو وزارتونو د استازو په ګډون ديوه پلاوي په مشرۍ د وزيرانو شورا ديوې پرېکړې له مخې ايران ته تللى دى .
تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ايران هغو افغان کډوالو ته، چې د استوګنې ويزې يې د پاى ته رسېدو په حال کې دي، له دغه هېواد څخه د وتلو له لپاره دوه اونۍ وخت ورکړى.
د ويلو ده، چې پاکستان د روان کال په چنګاښ مياشت کې هوکړه وکړه، څو افغان کډوالو ته د استوګنې د نوو کارتونو په ورکولو، په دغه هېواد کې دهغوى د اوسېدو موده د دوو کلونو لپاره وغځوي.
اوسمهال نږدې يو ميليون او شپږ سوه زره افغان کډوال په قانوني او په همدې شمېر نور په غير قانوني ډول ددغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې مېشت دي .