Language

کابل (پژواک،١٢وږى٩٢): د افغانستان او روسيې اقتصادي او سوداګريز ګډ کمېسيون، تر دويمې ناستې وروسته په بېلابېلو برخو کې د همکاريو هوکړه وکړه.

دغه راز دواړو هېوادونو په هوايي برخه کې هم يو هوکړه ليک لاسليک کړ ، چې له مخې به يې د افغانستان د هوايي شرکتونو تر څنګ هغو نړيوالو هوايي شرکتونو ته چې کابل ته پروازونه کوي، کابل – مسکو ته په تګ راتګ کې اسانتيا رامنځته شي.

روسي پلاوى چې د هغه هېواد يو شمېر سوداګر او پانګوال هم پکې شامل دي، وړمه ورځ کابل ته راغلى دى.

د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال ، چې د دې کمېسيون د افغان لوري مشر هم دى وايي،چې دواړو لوريو په سوداګرۍ، صنايع، هوايي چلند، لوړو زده کړو، انرژۍ اوکرنې  په برخو کې پر همکاريو تفاهم وکړ.

دى وايي چې له روسي پلاوي د افغان لوري غوښتنه دا وه ، چې د روسيې فدراسيون د پخواني شوروي اتحاد پر مهال په افغانستان کې پلې کړې پروژې ، چې بيارغونې ته اړتيا لري، ورغوي او همداراز هغه پروژې پلې کړي ، چې هغه مهال پلان شوې وې ، خو عملي شوې نه وې.

ارغنديوال وويل، چې بله غوښتنه يې له روسي لوري دا وه ، چې له هغوى سره د افغانستان د کانونو په اړه شته نقشې د افغان دولت په واک کې ورکړي. 

دى وايي، روسي لوري په دې ناسته کې په يادو شوو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه او د سالنګ د لويې لارې بيارغولو او د نغلو د برېښنا دويم بند جوړولو ته يې  لېوالتيا وښوده .

 هغه وايي، چې دغه بند به  د ١٨٠ ميګاواټه برېښنا د توليد وړتيا ولري.

ارغنديوال، له روسي پلاوي سره  ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د ښه پيل په توګه ياده کړه او هيله يې وښوده چې هوکړې يې د تېرې ناستې په څېر يواځې د کاغذ پرمخ پاتې نشي.

د ارغنديوال په وينا، تېر کال په مسکو کې د افغانستان او روسيې د اقتصادي او سوداګريز ګډ کمېسيون د لومړۍ ناستې په ترڅ کې، چې کومه هوکړه وشوه ، هسې چې تمه وه پلې نه شوه. 

يوري سينتيورين د روسيې د انرژۍ وزارت مرستيال ، چې د افغان-روسيې د سوداګرۍ او پانګونې په ګډ کمېسيون کې د خپل هېواد مشري کوي ، وويل چې د شوې هوکړې پلي کولو ته به روسيه خپلې ټولې هڅې وکړي.

 خو هغه زياتوي ، چې د دې ژمنو د عملي کولو لپاره د دواړو هېوادونو د لوړپوړيو چارواکو له خوا د قوي سياسي ملاتړ اړتيا ده.

 دده په وينا، د دواړو هېوادونو مشران به دوه اونۍ وروسته د قرغزستان په مرکز بشکک کې سره وګوري او د اوسني لاسليک شوي پروتوکول پر جزيياتو به سره مفصلې خبرې وکړي.

ده وويل، چې روسيه  په افغانستان کې د برېښنا د توليد لپاره د برېښنا نوي بندونو جوړولو، د رېل پټلۍ غځولو او په ځانګړې توګه د استوګنځايونو د جوړولو په برخه کې همکارۍ ته لېواله ده.

خو دى وايي ، چې په خپلو همکاريو کې “د کابل کور جوړولو فابريکې” بيا رغولو ته لومړيتوب ورکوي.

د روسيې د انرژۍ وزارت مرستيال يادونه وکړه ، چې د دې پروژو عملي کول مالي سرچينو ته اړتيا لري .

ده هيله وښوده ، چې د روسيې ترڅنګ، نړيوال بانک، اسيايي او اسلامي بانک او ځينې نړيوالې ادارې د دې اړتيا په پوره کولو کې د افغانستان لاسنيوى وکړي.

ده همداراز وويل چې روسيه غواړي افغان محصلينو ته د تحصيلي بورسونو په ورکړه کې زياتوالى راولي.

دهغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال شاوخوا ٥٥٠ تنه افغان محصلين روسيه کې زده کړه کوي.

د افغانستان د ملکي هوانوردۍ رييس کپتان حامد ظاهر ، چې نن يې له روسي چارواکو سره د هوايي خدمتونو په برخه کې هوکړه نوې کړه  پژواک ته وويل ، چې له مخې به يې افغان او هغه بين المللى هوايي شرکتونو ته ، چې کابل ته پرواز کوي، کابل – مسکو ته په تګ راتګ کې اسانتيا برابره شي.

د ظاهر په وينا، دواړو هېوادونو د پخواني شوروي اتحاد پرمهال د هوايي خدمتونو موافقتنامه (Air Service Agreement) په١٩٥٦ ميلادي کال کې لاسليک کړې وه.  

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.