غزني(پژواک ١٢ وږى ۹۲) : په غزني کې يو شمېر معلول کسان شکايت کوي،چې چارواکي يې ستونزو ته پاملرنه نه کوي او ورسره شوې ژمنې نه عملي کيږي.
د غزني ښار د شامير د سيمې اوسېدونکی الله نظر،چي نږدې ۱۶ کاله مخکې يې پښه د ماين په چاودنه کې له لاسه ورکړې وايي، چې د دولت له لوري ورته د کار زمينه نه ده برابره شوې.
الله نظر پژواک اژانس ته وويل، ټوله ورځ په کورکې پروت وي،که د کار موندلو په موخه کومې ادارې ته ورشي، نو سم چلند ورسره نه کيږي.
يو بل معيوب محمد جواد، چې په دواړو پښو شل دى وايي، د دولت له لوري ورسره يواځې ژمنې کيږي، عملې کار يې په سترګو نه دى ليدلی.
نوموړي پژواک ته وويل :(( ماشومان مې واړه دي، کار نه شي کولى ، زه هم د کار نه يم ناچاره په سوال يو څه پيدا کړم.))
يو شمير معلولين وايي، چې څوکاله مخکې ورسره د يوې نومرې ځمکې او ښارګوټي د جوړېدو ژمنه شوې وه،خو تر اوسه په دې اړه هيڅ ګام نه دى اخيستل شوى.
په غزني کې د معلولينو او معيوبينو د ټولنې مشر سيد فضل الحق هاشمي بياوايي ، چې ډيرى معلولين د کار توان لري، خو په هغه سربېره هم د کار موندنې په برخه کې ورته پاملرنه نه ده شوې.
نوموړى زياتوي،چې ډيرى معلولين له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان دي ،په دولت او خپله ټولنه باندې حق لري،چې د ستونزو په هواري کې ورسره مرسته وکړي.
د ده په وينا،چې شاوخوا ٣٠٠٠ تنه معلولين يې د ټولنې غړيتوب لري،خو د دغو معلولينو لس سلنه يې په بد حالت کې ژوند کوي.
په غزني کې د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالکريم نوروزي وايي، د غزني ډيرى معلولين مياشتنى معاش لري او دغه راز په تېرو دوو کلونو کې يې ٩٠ تنه معلولينو ته د کار زمينه برابره کړې ده.
نوروزي پژواک ته وويل،په پام کې لري له معلولينو سره کړې ژمنې په خپل وخت عملي کړي،هم د کار زمينه ورته برابره کړي او هم د سرپنا غم يې وخوري.
د غزني د کاراو ټولنيزو چارو په رياست کې ٥٠٠٠ معيوبين ثبت دي، چې هر يوه ته يې د نړيوال بانک له لوري په کال کې ١٨ زره افغانۍ ورکول کيږي.