Language

د فيض اباد ښاروال له چاودنې روغ ووت

فيض اباد(پژواک، ١٢ وږى ٩٢):د بدخشان ولايت د مرکز فيض اباد ښاروال له يوې چاودنې روغ ووت، خو د ساتونکو په ګډون يې څلور تنه وژل شوي دي.

دبدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د فيض اباد ښاروال فيض محمد نيازى نن غرمه له دوو موټرو سره بهارک ولسوالۍ ته روان و، چې دساتونکو موټر يې دماين له چاودنې سره مخ شو .

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د ښاروال دساتونکو په ګډون څلور تنه  وژل شوي او يو پخوانى جهادي قوماندان ټپي شوى دى .

راسخ ددغه جهادي قوماندان نوم  وا نه خيست او زياته يې کړه، چې د چاودنې موخه ښاروال و، چې له چاودنې روغ وتلى دى.

د بدخشان والي ددې کار مسووليت پر طالبانو واچاوه، خو تر اوسه لا چا ددغه چاودنې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

محمدنذيرنيازى هم دبدخشان د مرکز له پخوانيو جهادي قوماندانانو څخه دى.