کلات، کابل ( پژواک ١٢ وږى ٩٢ ) : دولتي چارواکو د زابل او ميدان وردګو ولايتونو په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې د ١٦ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړى دى.
د زابل امنيتي چارواکي وايي ، چې د پوليسو له لوري د يوه جنګي تکتيک په لړ کې څوارلس وسله وال طالبان وژل شوي او همدومره نور ټپيان دي
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني د وږي په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه تېره شپه د شاه جوى ولسوالۍ اړوند د حسن کارېز په سيمه کې رامنځ ته شوې ده .
دده په خبره ، چې په سيمه کې د پوليسو د يوې پوستې افسر له طالبانو سره د يو پلان له مخې خبرې کړې وې، چې پوسته او وسلې به طالبانو ته تسليموي، چې طالبانو هم ورسره منلې وه.
دده په خبره ، کله چې د طالبانو يوه لويه ډله د يادې پوستې د تسليمۍ لپاره سيمې ته راغله، نو پوليسو له نورو امنيتي ارګانونو سره په ګډه ورته کمين نيولی و او بريد يې پرې وکړ.
روغ ليونی زياتوي، چې په بريد کې د دوو قوماندانانو ملا عبدالقهار او ملا شراف په ګډون څوارلس طالبان ووژل شول، پنځلس نور ټپيان شول او يو تن ژوندی ونيول شو.
امنيه قوماندان وايي، چې د وژل شويو طالبانو جسدونه نن د شاه جوى د جعفرو په هديره کې خاورو ته وسپارل شول .
نوموړي زياته کړه ، چې په نښته کې امنيتي سرتېرو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی .
د شاه جوى ولسوالۍ اوسېدونکی ګل محمد وايي ، چې تېره شپه شاوخوا لس بجې په سيمه کې د سختو ډزو غږونه اورېدل شوي او سهار هم سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابند وه.
دده په خبره ، چې د شپږو طالبانو له وژل کېدو خبر شوی، خو د هغوى جسدونه يې له نږدې نه دي ليدلي .
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي .
خو ددوى وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي ، چې تېره ورځ يې د زابل په شملزو کې د سرحدي پوليسو پر پوسته په بريد کې يوولس پوليس وژلي او همدارنګه په داى چوپان او ارغنداب کې يې د امنيتي سرتېرو پر پوستو بريدونه کړي دي.
د زابل امنيه قوماندان په داى چوپان او ارغنداب کې بريدونه مني، خو وايي چې تلفات نلري او په شملزو ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر پوسته د بريد خبره ردوي .
ديوه بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت چاروکو هم ددوو طالبانو دوژلو خبر ورکړى دى.
د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل ، چې تره شپه د جلرېز ولسوالۍ په راشک غر او دهن تېشه سيمو کې د ګډو ځواکونو له خوا عمليات ترسره شوي،چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې ددوى موټرسايکل ، وسلې او مهمات هم دولتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
نوموړي وويل چې تېره ورځ ناوخته د سيداباد ولسوالۍ په هفت اسياب سيمه کې يو
وسله وال طالب ددوه اتيا ملي متري توپ له دولس مرميو او يوه بورۍ
چاودېدونکو توکو سره يوځای نيول شوی دی .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP