Language

“د کونړ پرسيند د برېښنا بند جوړ ېدل به  ښې اقتصادي پايلې ولري  “

اسعد اباد ( پژواک ١٢ وږى ٩٢ ) : دکونړ ولايتي شورا او ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکي پر کونړ سيند له پاکستان سره په ګډه د برېښنا جوړېدو ته خوښ دي، خو دپاکستان ژمنې ته دشک په سترګه ګوري.

تېره اونۍ اسلام اباد ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال افغانستان او پاکستان پر يوشمېر اقتصادي پروژو هوکړه ليک هم لاسليک کړ ، چې د نورو پروژو ترڅنګ د تورخم – جلال اباد ددويم سړک رغونه، له پېښوره تر جلال اباده او له چمن څخه تر کندهار د اور ګاډي ليکې جوړول هم په کې شامل وو.

دغه راز په دې هوکړه ليک کې راغلي ، چې پاکستان او افغانستان به په ګډه د کونړ پر سيند د برېښنا بند جوړوي، پروژه به پاکستان پر مخ وړي او تر بشپړېدو وروسته به افغانستان پر پاکستان  برېښنا پلوري.

د کونړ د ولايتي شورا رييس حاجي مياحسن عادل وايي، چې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ  حکومت د ولس په رايو جوړ شوى او دوى د ولس په ګټه پرېکړې کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د کونړ پر سيند که د برېښنا بند جوړ شي، نو د دواړو هېوادونو ولسونو ته به يې ګټې ورسيږي.

نوموړي زياته کړه : (( زه د کونړ د ولايتي شورا او ددې ولايت د خلکو په استازيتوب د ولسمشر او دهغه دپلاوي ددې پرېکړې هرکلى او ستاينه کوم.))

د عادل په وينا، کله چې له ګاونډي سره اقتصادي ګټې شريکې شي، نو له دې سره ددواړو هېوادونو ترمنځ يو شمېر ستونزې هم هوارېږي.

د ولايتي شورا رييس وايي، چې اوسنۍ ستونزې له همدې امله زياتې شوي، چې پاکستان په افغانستان کې خپلې اقتصادي ګټې نه ويني او که چېرې دغه کار وشي، نو دامنيت په راوستلو کې هم مهم رول لوبوي.

ميا حسن عادل وايي ، چې پر کونړ سيند د بند له جوړېدو سره ټول هېواد او د ختيځو ولايتونو ترڅنګ زياته ګټه يې د کونړ خلکو ته رسيږي .

د هغه په وينا، کونړ غرنى ولايت دى ، کرنيزې ځمکې ډېرې نه لري، که بند جوړ شي، نو دا ولايت به په يوه صنعتي سيمه بدله  او دخلکو اقتصاد به ورسره ډېر  پياوړى شي .

د چارو يو تن کارپوه  محمد زبير سپيڅلى دغه کار ته په ښه نظر ګوري، خو د پاکستان ژمنې ته د شک په سترګه ګوري.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې پاکستان داسې ډېرې پرېکړې او ژمنې کړې دي، خو بيا يې عملي جامه ورته نه ده اغوستې.

نوموړى زياتوي، چې که پاکستان په ريښتينې توګه دغه کار وکړي، نو له دې سره به ددواړو هېوادونو ترمنځ نه يواځې اقتصادي اړيکې پياوړې شي، بلکې د حکومتونو او خلکو ترمنځ به باور زيات شي.

د ولايت د مرکز اسعد اباد ښار يو تن اوسېدونکى روح الله بيا وايي ، چې ددې پروژې له پيل او تطبيق سره به د نورو ګټو ترڅنګ د کونړ پر امنيت هم ښه اغېزه وکړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې پر پروژې به پاکستاني انجنيران او کارګر کار کوي او وسله وال به و نه غواړي ، چې ددوى د کارونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

روح الله وايي ، چې په کونړ کې د برېښنا توليد سره به دلته فابريکې جوړې شي، خلکو ته به کارونه پيدا او  د خلکو اقتصاد به ورسره پياوړى شي .

د هغه په وينا، پاکستان بايد له کړې ژمنې سره سم دغه پروژه په وخت پيل او په وخت سره يې بشپړه کړي  او د نورو پروژو په څېر يې په نيمه کې  پرېنږدي .

د اسعد اباد يو بل اوسېدونکى مير اعظم هم وايي، چې پاکستان بايد له دې پروژې سره ريښتينى و اوسي او سياسي ګټه  ترې  پورته نه کړي .

د هغه په وينا،ددې پروژې ګټه ددواړو هېوادونو ولسونو ته رسيـږي، ځکه بايد ددواړو هېوادونو چارواکي ژر تر ژره ددې پروژې د پيلولو لپاره اقدامات وکړي.

د کونړ په بېلا بېلو سيمو کې د برېښنا بندونو جوړولو ځايونه شته، تر ټولو لوى بندونه د اسمار ولسوالۍ په شال او سره طاق سيمو کې جوړېدلاى شي، چې د برېښنا د رياست د معلوماتو له مخې، په شال کې  شاوخوا ٧٩٦ او په سره طاق کې تر ١٠٠٠ ميګاواټو زياته برېښا توليد کېداى شي.

دغه راز د کونړ پر سيند د ولايت مرکز اسعد اباد اړونده د ساګۍ په سيمه کې هم د برېښنا بند جوړېدو سره تر ٣٠٠ ميګاواټه برېښنا توليد کېداى شي.

د  کونړ پر سيند د اسمار ولسوالۍ په سره طاق سيمه کې د پخواني ولسمشر سردار داوود خان په وخت کې سروې شوې وه، چې له زرو ميګاواټو څخه به زياته برېښنا توليد کړي، خو په هېواد کې د غويي تر کودتا وروسته دا حياتي پروژه همداسې پاتې شوه.

د کونړ د اوبو او برېښنا رياست د معلوماتو له مخې، د افغانستان حکومت په شال او ساګۍ سيمو کې د هندوستان په مرسته سروې کړې، چې په دواړو ساحو کې به تر زر مګاواټو پورې برېښنا توليد شي، خو دا نه ده معلومه چې پاکستان به په همدې سيمو کې د برېښنا بند جوړوي او که د سره طاق په سيمه کې ؟