کابل (پژواک، ١٢وږى ٩٢): نړيوال بانک د سړکونو د جوړونې او ساتنې ١٦ټولګټې پروژې او په کابل او نورو ولايتونو کې د دوو سړکونو د رغونې چارې تمويلوي .
ددغو پروژه تړون نن د فوايد عامې وزارت د مالي مرستيال محمد اکبر بارکزي او شخصي ودانيزو شرکتونو تر منځ په کابل کې لاسليک شو .
د فوايدعامې وزارت د خپرونو رييس نجيب الله احدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې ډلو پروژو څخه به د سړکونو دساتنې او مراقبت ١١ پروژې په بدخشان، هرات، سمنګان، لغمان او غزني کې د سيمه ييزو شوراګانو له خوا پلې شي .
هغه زياته کړه، چې په درېيو نورو پروژو کې دکابل ولايت دپغمان او دکندوز د دشت ارچي او خان اباد ولسواليو د سړکونو جوړول شامل دي.
احدي زياته کړه، چې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د ٢٦٠ کيلومتره په اوږد والي يو کانکريټي – وسپنيز پول او دباميانو ولايت د ورث ولسوالۍ دسړک په اوږدو کې د هلمند پر سيند يو ٦٠ متره پول هم په يادو پروژ کې شامل دي .
د فوايدعامې وزارت دخپرونو رييس وويل: دغه پروژې دنړيوال بانک په ٣٨٨ ميليونه افغانيو مرستې رغول کېږي، چې کار به يې ډېر ژر پيل او ديوه کال په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه ددغو پروژو ګټه اخيستونکي مشخص نه کړل، خو ويې ويل :(( په ټوله کې ددغو سيمو ټول استوګن له دغو پروژه څخه ګټه اخيستلى شي .))
د ويلو ده، چې تېره مياشت په کابل کې دخصوصي ودانيزو شرکتونو اوفوايد عامې وزارت تر منځ د ٩ پروژو تړونونه لاسليک شول، چې له مخې به يې په کندوز، بدخشان او باميانو کې ١٤٠ کيلومتره سړک جوړ او ترميم شي او همدارنګه دوه کانکريټي پلونه په خوست او بغلان کې رغېږي .
د دغو پروژو ټوليز لګښت ٣٥٨ ميليونه افغانۍ دى، چې دنړيوال بانک له خوا ورکول کېږي او ديوه کال په اوږدو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي .
د فوايد عامې وزارت وايي، چې دغه پروژې ددې وزارت دکليوالي سيمو دلارې جوړولو په پروګرام NRAP کې شاملې دي .
ددغه پروګرام له مخې، تر اوسه پورې ١١ زره کيلومتره سړکونه او نږدې څلور زره پلونه، جوړ او ترميم شوي او د کليوالو سيمو خلکو ته دکار مناسبې زمينې مساعدې شوې دي .