Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وسله والو په خاکجبار کې يو پوليس وژلى او ٢٨ ميله وسله يې وړې ده

کابل ( پژواک ١٢ وږى ٩٢ ) : وسله والو کسانو د کابل په خاکجبار اوسروبي ولسواليو کې د سړک جوړونې پر پنځو پوستو بريدونه کړي، يو پوليس يې وژلى او لسګونه ميله وسله يې له ځانه سره وړې ده.

دا بريدونه د خاکجبار او سروبي ولسواليو ترمنځ د حاجي نظر بابا د کلالانو او تيزين په سيمو کې ترسره شوي دي.

په دې سيمه کې د خليل ځدراڼ د اېم جرمن په نامه د سړک جوړونې شرکت له خوا سړک  جوړېږي ،چې دامنيت لپاره يې د سړک په اوږدو کې پوستې جوړې شوې دي.

د اسدالله بابکرخېل په نامه دسيمې يوه اوسېدونکي د وږي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې وسله والو کسانو د محافظت عامې د ټولي پر يوې پوستې بريد کړى، يو پوليس يې وژلى ، يو ټپي دى او درې نور يې ژوندي بيولي دي.

هغه زياته کړه ، چې وسله والو د پوستې رېنجر موټر له ٣٥ ميله بېلابېل ډول وسلو سره وړي دي.

د سروبي ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې ياده پېښه تاييد کړه، خو ويې ويل ، چې دا د خاکجبار ولسوالۍ اړونده سيمه ده، بايد له هغوى يې په اړه معلومات واخيستل شي .

خو د خاکجبار ولسوال عبدالباري عارض پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا بريدونه د خاکجبار ولسوالۍ په وروستۍ ساحه او د سروبي په تيزين سيمو کې شوي دي.

هغه زياته کړه ، چې وسله والو په دې سيمو کې پر پنځو امنيتي پوستو بريدونه کړي ، يو پوليس يې وژلى، يو يې ټپي کړى او ٢٨ ميله وسله يې له يوه رېنجر موټر سره وړې ده.

ولسوال وايي ، چې وسله والو د سړک جوړونې يو شمېر سامان  الات هم له ځانه سره وړي دي.

د خاکجبار ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى حسيب الله احمدزى وايي، چې ددې ولسوالۍ پر امنيت د ازرې، حصارک او سروبي ولسواليو نا امنيو اغېزه کړې ده.

هغه زياته کړې ، چې په دې وروستيو کې له ازرې څخه يو شمېر وسله وال دلته راغلي او نا امنۍ يې پيدا کړې دي.

د نوموړي په وينا، چې که دولت ژر تر ژره ددې نا امنيو مخه ونه نيسي، نو لرې نه ده، چې د خاکجبار ولسوالۍ نا امني کابل ښار ته سرايت وکړي.

تر اوسه ددې بريدونو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.