Language

جلال اباد (پژواک ١٣ وږى ٩٢):  جلال اباد ښار ته څېرمه د بهسودو پر پله نن سهار چاودنې دوه تنه ټپيان کړل.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار په څه کم نهو بجو وشوه.

هغه زياته کړه، چې د بهسودو پله په منځ کې د ملي اردو پر يوه رينجر موټر د کوچني ماين چاودنه شوې، چې له امله يې دوه ټپيان دي.

دى وايي، چې په ټپيانو کې يو د ملي اردوسرتېرى او يو لاروى شامل دي.

د جلال اباد د ملکي روغتون مسوولين وايي، چې دوى ته دوه ټپيارن ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د حبيب په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې ماين د پله د اوبو په يوه ناوه کې ځاى پر ځاى شوى و.

د هغه په وينا، د چاودنې له امله د ملي اردو موټر زيانمن شوى، خو پله ته زيان نه دى اوښتى.

د يادونې ده، څو کاله مخکې پر دغه پله دوه ځلې ځانمرګي بريدونه وشول، چې له مله يې د پله يوه برخه ويجاړه شوې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.