غزني ښار (پژواک ١٣ وږی ۹۲): وسله والو طالبانو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يو ديني عالم له خپلو دوو زامنو سره وژلی دى.
د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله وال طالبان تېره شپه د اندړو په عبدالرحيم کلي کې د مولوي نورالحق کور ته ور اوښتي وو او هغه يې له خپلو دوو زامنو سره وژلى دى.
احمدي وايي، دغه ديني عالم پخوانی جهادي قوماندان و او اوس مهال په سيمه کې مطرح قومي شخصيت هم و.
د ولايتي شورا وکيل او د سيمې اوسېدونکى امان الله کامراني هم وايي، چې مولوي نورالحق له خپلو دوو زامنو سره په خپل کور کې وژل شوى دى.
کامراني د غزني ولايتي اداره ګرمه بولي او زياتوي، چې د وژل شوي ديني عالم په کلي کې د پاڅونوالو امنيتي پوسته وه ، خو هغه پوستې؛ ولايت له دې کلي بلې سيمې ته انتقال کړې ، نو ځکه دا ستونزه رامنځ ته شوه.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې د دوی ملګرو په يو تاکتيکي بريد کې د اندړو د عبدالرحيم کلا د سيمه ييزو پوليسو قوماندان نورالحق له خپلو دوو ساتونکوسره وژلی دى.
اندړ د غزني ښار سوېل ته په دېرش کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې يو کال مخکې د طالبانو خلاف په کې وسله والو پاڅون وشو او له هغه وروسته امنيت په کې په نسبي ډول ښه شو.