کابل (پژواک ١٣ وږى ٩٢): له هېواده بهر او دننه د يو شمېر علمي، مخورو او پوهانو له خوا له ملي ګټو او بشري حقونو د دفاع په موخه د ملي حرکت په نوم يوه نوې ټولنه جوړه او د خپل شتون اعلان يې وکړ.
دې ډلې د وږي په ١٣مه په کابل کې د خپل شتون د اعلان پر مهال وويل، چې دوى له څو کلونو راهيسې د داسې يوه خوځښت پر جوړولو کار کاوه، خو له تېر کال راهيسې يې عملي کارونه پيل کړي وو.
د دغه تحريک مرکزي غړى او وياند محمداسحق زي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، چې په دغه تحريک د هېواد علمي، فرهنګي، سياسي، مدني ، ټولنيز کسان او پوهان شامل دي او موخه يې هېواد له روان تاوتريخوالي خلاصول، له ملي ګټو او بشري حقونو دفاع ده.
هغه زياته کړه، چې په راتلونکو دريو اونيو کې به د هېواد په کچه يوه لويه غونډه جوړه شي او د ټولو ولايتونو د زرګونو کسانو تر څنګ به په کې له هېواده بهر يو شمېر کسان هم برخه واخلي.
د ملي تحريک وياند وايي، چې دوى به خپل نظرونه او موخې د دې غونډې له لارې له افغانانو سره شريکوي او بيا به يې په اړه پرېکړې کېږي.
د اسحاقزي په وينا، په دې پراخه غونډه کې به دوى خپل مشران وټاکي بيا به مشران د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د ځانګړي کانديد او يا هم د بل کانديد د ملاتړ په اړه پرېکړه کوي.
نوموړي وويل، چې د افغانستان په اساسي قانون ټولټاکنې راغلې او دا د هر افغان حق دى چې خپله رايه وکاروي.
د ياد تحريک وياند وايي، چې دوى په اروپا، امريکا، کاناډا اسټراليا او ځينو نورو هېوادونو کې پلويان او استازي لري او د يو شمېر هېوادونو له چارواکو او پارلمانونو سره يې خپل پروګرام شريک کړى دى.
اسحاقزي وويل، چې دوى له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام اړيکې غواړي.
د ملي تحريک ډلې وياند وايي، چې د هېواد له ملي ګټو او بشري حقونو د فاع د دوى له مهمو موخو ده او د دې د ترلاسه کولو لپاره به له نورو هغو ډلو سره خبرې کوي چې دغو حقونو ته درناوى لري.
عيسى اسحاقزي وويل، چې د غازي امان الله خان د لور هنديې په ګډون د هېواد د يو شمېر مهمو نورو کسانو ملاتړ هم له ځان سره لري.
ده زياته کړه، چې د کابل پوهنتون يو شمېر استادان، د قومونو او قبايلو مشران، ځوانان او روڼ اندي ورسره يو ځاى شوي دي.
هغه وايي: (( دغه تحريک به له روانو ناخوالو د هېواد د ژغورنې لامل شي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP