جلال اباد (پژواک ١٣ وږى ٩٢): چارواکي وايي، چې د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ د ولسوال پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنې د ده په ګډون دوه تنه ټپيان کړل.
دغه چاودنه نن شاوخوا دوولس نيمې بجې د ياد ولايت د اچين او غني خېلو ولسواليو تر منځ د باسط د تېلو پمپ په سيمه کې رامنځته شوه.
د اچين ولسوال سيدالرحمن مومند د وږي په ١٣مه پژواک اژانس ته ياده چاودنه تاييد کړه او ويې ويل، چې په دې پېښه کې د سپين غر ولسوال قاسم خان او د هغه يو ساتونکى ټپيان شوي دي.
د غني خېلو روغتون امر ډاکټر ګل الرحمن وايي، چې دوى ته له يادې پېښې دوه ټپيان ور وړل شوي ، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP