ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر سيمه ييزو پوليسو په شينډنډ کې خپلې پوستې پريښي دي

يو شمېر سيمه ييزو پوليسو په شينډنډ کې خپلې پوستې پريښي دي

هرات ښار (پژواک ١٣ وږى ٩٢): سرچينې وايي، چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د دوو پوستو يو شمېر سيمه ييز پوليس خپلې پوستې پريښي، خو طالبان وايي چې ورته تسليم شوي دي.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې ، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په شينډنډ ولسوالۍ کې د دوو پوستو د پوليسو تر منځ تر اختلافاتو وروسته دا پېښه رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه، چې د شينډنډ ولسوالۍ د زير کوه د بخت اباد په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو تر منځ تر يادو اختلافاتو وروسته يو شمېر پوليس له خپلو وسلو او وسايلو سره طالبانو ته ورغلي دي.

دې امنيتي سرچينې وويل، چې د دغو پوستو ځيني پوليس مرکز ته راغلي، خو دا يې ونه ويل چې څومره پوليس له څو ميله وسلو سره طالبانو ته ورغلي  دي.

د هرات په ولايتي شورا کې د شينډنډ استازى تور محمد ظريفي وايي چې د خپل منځي اختلافاتو له امله ددوو پوستو يو شمېر پوليس کورونو ته تللي او نور يې بازار ته راغلي دي.

هغه زياته کړه چې اوس د ملي اردو ځواکونو په سيمه کې عمليات پيل شوي، څو يادې پوستې مخالفين ونه نيسي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې طالبان يادو پوستو ته ورغلي او درې پوليس يې له وسلو او مهماتو سره وړي دي.

خو د هرات امنيه قومانداني وايي چې دوى په دې اړه کوم راپور نه لري.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.