کندوز (پژواک ١٤ وږى ٩٢): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د اوبو رسونې يوه ستره پروژه پرانيستل شوه .
ياده پروژه د المان د پراختيايي بانک له لوري تمويل شوې او له دوو زرو ډېرو کورنيو ته د څښلو اوبه برابروي.
د دې پروژې کار نن د ٥،٦ ميليونه يورو په لګښت پيل شو.
د شمال زون د کاناليزاسيون او اوبو رسونې رييس انجنير نجيب الله نجيب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شبکه د ٤٣ کيلومترو په اوږدوالي جوړېږي، چې د اوبو د نلونو له لارې به له دوو زرو څخه زياتو کورنيو ته د څښلو پاکې اوبه چمتو کړي.
هغه زياته کړه، يوه د اوبو ذخيره، چې ٣٠٠ متره مکعبه ظرفيت لري او درې څاګانې هم د دې پروژې له برخو څخه دي.
نجيب زياته کړه، چې د يادې پروژې کار له يو الماني شرکت سره د تړون له مخې پر مخ وړل کېږي او ټاکل شوې ، چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې بشپړ شي.
د شمال ختيځي حوزې د اوبو رسونې رييس زياته کړه: ((اوبه له څاه څخه د سرکلوشن په واسطه ذخيرې ته بهيږي او وروسته د نلونو له لارې کورونه ته لېږدول کېږي.))
د هغه په وينا، د دې شبکې د اوبو رسونې خدمتونه به ٢٤ساعته وي.
د امام صاحب اوسېدونکو د دې شبکې د کار له پيل څخه خوښي وښوده او په ټاکل شوي وخت کې يې د بشپړېدو غوښتونکي شول.
د امام صاحب د ښار يوه اوسېدونکي مراد علي وويل: ((په تېره کې يو شمېر خلکو د سيند، نهر او د لښتيو اوبه کارولې، چې له امله يې د کورنيو غړي له ناروغيو سره مخ کېدل.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP