ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له دولت سره يو ځاى شوى طالب قوماندان ووژل شو

له دولت سره يو ځاى شوى طالب قوماندان ووژل شو

هرات ښار (پژواک ١٤ وږى ٩٢): د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې له دولت سره يو ځاى شوى طالب قوماندان وژل شوى، بلخوا په دغه ولايت کې دوه مېرمنې هم وژل شوې دي.

د  ګذرې ولسوال نثار احمد پوپل د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار لس بجې د دې ولسوالۍ د سياوشانو په سيمه کې د محمدنادر په نوم هغه طالب قوماندان چې له دولت سره يو ځاى شوى و، وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې دغه کس د ناپېژانده وسله والو له خوا د خپل کور مخې ته وژل شوى او بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.

پوپل وايي، چې ياد قوماندان له تېر يو کال راهيسې وسله پر ځمکه اېښې وه او ملکي ژوند يې اختيار کړى و.

د سيد رسول په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې محمدنادر له چا سره شخصي دښمني نه لرله او ډېر امکان شته چې طالبانو وژلى وي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ولسوال دغه راز وويل، چې د حسن اباد په سيمه کې تېره ورځ ناوخته يوه پېغله په خپل کور کې وژل شوې ده.

دغه راز د هرات امنيه قومانداني وايي، چې پرون د ښار په لومړۍ ناحيه کې يوه مېرمن تر وهلو ډبولو وروسته وژل شوې ده.

سرچينه زياتوي، چې د دې مېرمنې خاوند پوليسو نيولى او پلټنې يې ترې پيل کړې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.